سوېډن
سوېډن
د سويډن شاهي هيواد د نړۍ د ترټولو پرمختيايي اقتصادونو لرونكى هيواد دى چې د پانګونې او سياسي ثبات له پلوه هم پيژندل شوى .
دغه هيواد د سكانډيناويا د سيمې له هيوادونو څخه دى چې په لويديځ كې له ناروي ، شمال ختيځ كې له فنلنډ او په جنوب لويديځ كې له ډنمارك سره پولې لري .
په سويډن كې د نفوس تراكم ډېر كم دى او په هر كيلومتر كې ۲۰ كسان ژوند كوي . ۸۴ سلنه خلك يې په ښارونو كې ژوند كوي چې ددغه هيواد ۱.۳ سلنه خاوره يې نيولې ده .
سويډن له ۱۹۹۵ كاله راپدېخوا د اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو غړى دى .
سويډني ښاريز په نړۍ كې له هغه خلكو څخه دي چې د ژوند د لوړ كيفيت آسانتياوې لري . په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ډېره كمه ده او اقتصاد يې په پانګونو كې د خلكو د ګډون په بنسټ ولاړ دى .
ددغه هيواد په شمال كې هم د قطبي سيمو په څير د كال شپږ مياشتې ورځ او شپږ مياشتې شپه ده . په جنوبي سيمو كې يې بيا د كال څلور فصلونه ليدل كيداى شي . خو د اوړي ګرمي يې بيا لكه د د افغانستان په څير ده او د هوا درجه يې د ۱۸ او ۲۵ سانتيګرادو ترمنځ ده .
وروستى جنګ چې سويډن پكې نيغ په نيغه برخه درلودلې ده په ۱۸۱۴ ميلادي كال كې وو چې په پايله كې يې د ناروي له هيوادسره تر ۱۹۰۵ كاله يوځاى شو . او له ۱۸۱۴ كاله راپدې خوا په سوله كې پاتې شوى دى .
سويډن په ټولو وروستيو جنګونو او حتى په دوه نړيوالو جګړو كې بې لوري دريځ غوره كړ .
سياست په سويډن كې
په سويډن كې د حكومت مشر پاچا شپاړسم كارل دى خو ډېره موده كيږي چې په دغه هيواد كې د سلطنتي كورنۍ واكونه محدود شوي دي او دغه كورنۍ يواځې تشريفاتي شتون لري .
د هغه ډلبنديو په اساس چې اكونوميست په ۲۰۰۶ كال كې ترسره كړې سويډن د نړۍ په ۱۶۷ هيوادونو كې د دموكراسۍ په لومړۍ ليكه كې راغى . د سويډن د مډرن حكومت اصلي بنسټ ددغه هيواد پارلمان جوړوي چې په سويډي ژبه ورته ريكسداګ وايي .
د سويډن پارلمان ۳۴۹ غړي لري چې ددغه هيواد لومړى وزير هم ټاكلى شي . د دغه هيواد د پارلمان ټولټاكنې په هرو څلورو كلونو كې د سپتمبر د مياشتې په دريمه يكشنبه ترسره كيږي .
د سويډن ټولنيز ډموكراټيك ګوند كابو ۷۰ كاله كيږي چې په دغه هيواد كې واكمن ګوند دى .
اقتصاد :
په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې ددغه هيواد كورنۍ ناخالص توليد ۲۹۰.۱ ميليارډ ډالره وو او د تېر كال په نسبت يې ۴.۵ فيصدي زياتوالى ښودلو .
ددغه هيواد كاري ځواك ۴.۵۸۶ ميليونه كسان جوړوي چې دوه سلنه يې په كروندګرۍ ، ۲۴ فيصده د صنعت او ۷۴ فيصده د خدماتو په برخه كې بوخت دي .
په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۵.۶ سلنه ده . په دغه هيواد كې د فقر تر كرښې د لاندې نفوس شمېرې په لاس كې نشته خو داسې ښكاري چې دغه شمېر به څومره لوړ نه وي . په دغه هيواد كې تورم هم ۱.۴ فيصده دى .
ددغه هيواد ۳۵ سلنه محصولات ماشين آلات جوړوي او پاتې نور موټري نقليه وسايط ، كاغذ ، لرګي اوسپنيز فولادي او كيمياوي محصولات جوړوي چې د جرمني ( ۹.۸سلنه ) امريكا ( ۹.۳ سلنه ) انګلستان ۷.۱ ډنمارك ۶.۹ سلنه فنلنډ شپږ سلنه ، فرانسې ، هالنډ او بلجيم هيوادونو ته يې صادروي .
ددغه هيواد وارداتي محصولات بيا ، ماشين آلات ، تېل ، كيمياوي مواد ، د ليږد راليږد وسايل ، اوسپنه ، فولاد ، خوراكي توكي او داسې نور دي . د سويډن مهم وارداتي شريكان جرمني ، ډنمارك ، ناروى ، انګلستان ، هالنډ ، فنلنډ ، فرانسه او بلجيم دي .
د سويډن خلك :
په سويډن كې ۹ ميليونه او ۳۱ زره او ۸۸ كسان ژوند كوي چې عمرونه يې د ۴۱ كلونه دي . په دغه هيواد د ښځو د ژوند تمه تر ۸۳ كلنۍ او د نارينه وو لپاره ۷۸.۳۹ كلونو پورې ده .
په سويډن كې ارتباطات :
په دغه هيواد كې شپږ ميليونه او ۳۷۹ زره ثابتې ټلفوني كرښې شته چې ۹ ميليونه او ۸۷ كرښې يې د مبايل دي . په سويډن كې ګڼ شمېر خصوصي راډيو ګانې او ټلويژنونه هم په فعاليت بوخت دي .
د سويډن زياتره كورونه هره ورځ ورځپاڼه ترلاسه كوي او ددغه هيواد خلك د ورځپاڼه لوستنې د څو مهمو هيوادونو په ليكه كې دى .
درې ميليونه او ۳۱۸ انټرنيټي كوربانه په دغه هيواد كې فعال دي او ۹ لكه او ۸۱ زره كسان پكې انټرنيټ كاروي .
سويډن په يو نظر
|
عبدالله الهام جمالزی
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.