×

ترکیه


ترکیه

 

د تركيې جموريت د منځني ختيځ له هيوادونو څخه دى چې يوه برخه يې په اروپا كې پرته ده سره لدې هڅه كوي چې له اروپائي اتحاديې سره يوځاى شي او هم دا چې د دغه هيواد د فوټبال ملي ټيم د اروپا په ليګ كې ګډون وكړي .

تركيه د اروپا په جنوب ختيځ او د آسيا په جنوب لويديځ كې پروت هيواد دى او د اروپا او آسيا ترمنځ مهم ټكى بلل كيږي  .

 

د تركيې هيواد له دوه ټاپووزمو جوړ دى چې يوه آناتولي چې د تركيې ۹۷ فيصده خاوره تشكيلوي او په آسيالويه وچه كې پرته ده او بله يې د ختيځ تراس ټاپووزمه ده چې ددغه هيواد درې فيصده خاوره په اروپا لويه وچه كې جوړوي او دغه دواړې ټاپووزمې د مرمره سمندرګي په وسيله له يوبله بېلې شوې دي .

 

تركيه د ختيځ او لويديځ د اړيكتيايي پول په توګه رول لوبوي او ددغه هيواد كلتور تل له ډيرو كلتورونو سره په ارتباط كې وي .

 

له بلې خوا له ګډو ګټو يا مشترك المنافع هيوادونو  ، ايران ، عراق ، سوريې ، يونان او بلغارستان سره ګډې پولې لري چې همدې او نورو ځانګړنو يې موقعيت او دافغانستان لپاره دهغې اهميت څو برابره زيات كړى دى .

 

د افغانستان او نړۍ لوى وياړ مولانا جلالدين محمد بلخي هم ددغه هيواد په قونيه ښار كې له نړۍ سترګې پټې كړې دي او همدغلته خاورو ته سپارل شوى دى .

دغه دوه ټوټې هيواد په شمال کې له بلغارستان ، په لویدیځ کې له یونان ، به شمال ختیځ کې له ګرجستان ، په ختیځ کې له ارمنستان ، آذربایجان او ایران  ، په جنوب ختیځ کې له عراق او سوریې او په جنوب کې له مدیترانې او بیا هم له قبرس سره ګاونډی هیواد دی .

ترکیه د آسیااو اروپا دوه لویو وچو یو ډول ګډ فصل جوړوي او په همدې دلیل دهغې کلتور هم د ځمکې د ختیځې او لویدیځې کرې د دوه کلتورو یو ډول ګډوله ده .

ترکیه په پرمختللو هيوادونو كې شمېرل كيږي او په جمهوري نظام سره اداره كيږي . دغه هيواد په ۱۹۲۳ كال كې د مصطفى كمال آتاتورك په مشرۍ د عثماني امپراتورۍ ځاى ناستى شو .

د عثماني امپراتوري په لومړي نړيوال جنګ كې د ماتې له كبله سره دړې وړې شوه او برېتانيا او متحدينو يې هم پرې يرغل وكړ .

په همدې وخت كې مصطفى كمال پاشا د دغه هيوادونو په ضد ملي مقاومت طراحي كړ چې په پايله كې يې د تركيې جمهوريت له دينه د سياست د جدايۍ په اصل سره جوړ شو .

تركيه په ۱۹۴۶ ميلادي كال د ملګرو ملتونو غړى هيواد شو او په ۱۹۵۲ كال كې له ناټو سره هم يوځاى شو . دغه هيواد د اروپايي اتحاديې جنبي غړى دى او د اكو يو غړى هم ګڼل كيږي .

د تركيې د بيرغ اصلي طرحه سپينه مياشت او ستورى دى چې سور بك ګرونډ لري . دغه طرحه د ترك سلجوقي او عثماني امپراتوريو مربوط كيږي چې هغوى بۀ هم ترې په بيرغ كې استفاده كوله .

سياست :

ډموکراسي په ترکیه کې په پارلمان ولاړه ده . په دغه هیواد کې د حکومت مشر ولسمشر دۍ . پارلمان ولسمشر د اووه كلونو لپاره ټاكي خو اړتيا نشته چې ولسمشر د پارلمان غړى وي .

د ويكي پديا انټرنيټي پوهنكور د معلوماتو په اساس په دغه هيوادكې لومړى وزير هم د پارلمان غړي ټاكي او معمولاً هم دداسې يو ګوند چې مشر وي چې په پارلمان كې ډيرې چوكۍ په واك كې ولري .

د تركيې پارلمان ۵۵۰ غړي لري چې د بېلابېلو ګوندونو له لار ې په ۸۵  ټاكنيزو ساحوي دفترونو كې معرفي كيږي . ګوندونه په ملي پارلمان كې د شتون لپاره بايد لږ ترلږه بايد ۱۰ فيصده رايې لاسته راوړي .

اقتصاد :

اقتصاد په تركيه كې د مدرن او د كروندګرۍ په مټ له دوديز اقتصاده جوړ شوى دى . اوسمهال ددغه هيواد د كار څه دپاسه ۳۵ فيصده ځواك په كروندګرۍ بوخت دي .

د تركيې اقتصاد په چټكۍ سره د خصوصي كېدو په حال كې دى په عين حال كې اوس هم حكومت د بانكوالۍ ، ليږراليږد او اړيكتيايي په څير برخې په خپل لاس كې لري .

په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې ددغه هيواد داخلي ناخالص توليد ۶۴۰.۴ ميليارده ډالره وو .

ددغه هيواد ۲۴.۷۹ ميليونه نفوس دندې لري ، او د بېكارۍ كچه يې ۱۰.۲ فيصده ده .

ددغه هيواد ۲۰ فيصده برخه خلك په ۲۰۰۲ ميلادي كال دفقر له كرښې لاندې اوسېدل او د بيو تورم پكې په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې ۱۰.۵ فيصده وو .

تنباكو، كتان، زيتون، جغندر قند او مركبات ددغه هيواد د كروندګرۍ مهم محصولات دي . همدغه راز يې مهم صادرات پوښاك، خوراكي توكي ، منسوجات او د ليږد راليږد وسايل جوړوي .

د تركيې صادراتي سوداګريز ملګري د آلمان 11.3 فيصده، انګلستان  8 فيصده، ايټاليا 7.9 فيصده، آمريكا 6 فيصده، فرانسه 5.4 فيصده او هسپانيا 4.4 فيصده هيوادونه جوړوي .

ددغه هيواد مهم وارداتي توكي  ماشين‌آلات، كيمياوي مواد ، سونګ  او د ليږد راليږد وسايل دي . د تركيې مهم وارداتي سوداګريز شريكان روسيه 12.8 فيصده، آلمان 10.6 فيصده، چين 6.9 فيصده، ايټاليا 6.2 فيصده، فرانسه 5.2 فيصده، آمريكا 4.5 فيصده او ايران ۳ فيصده جوړوي .

د تركيې يوه مهمه اقتصادي منبع تيوريزم جوړوي چې تيوريزم دغه هيواد ته زياتې مالي ګټې لري .

د تركيې خلك :

د تركيې هيواد په ترك قوم سربېره چې ددغه هيواد ۸۰ فيصده نفوس جوړوي ددغه هيواد په جنوب ختيځ او ختيځ كې كردان هم ژوند كوي چې نږدې ددغه هيواد ۲۰ فيصده نفوس يې جوړ كړى دى . پاتې نفوس يې په شمال ختيځ كې آذربايجاني تركي ډلې ، په شمال كې لازان ، په جنوب كې عربان او په استانبول كې هم ارمنيان جوړوي .

ددغه هيواد ۹۹.۸ اوسيدونكي مسلمانان او بيا سنيان دي پاتې يې هم مسيحيان او يهودان دي او ژوند ته پكې هيله تر ۷۲.۸۸ كلونو پورې ده ، رسمي ژبه يې هم تركي ده .

اړيكتيايي  چارې :

په دغه هيواد كې ۱۸.۹۸۷ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته دي او ۴۳.۶۰۹ مبايل پكې فعاليت لري . د ۲۰۰۵ ميلادي كال د احصائيو له مخې په دغه هيواد كې په همدې كال ۶۳۵ ټلويژني چينلونه فعال وو .

په تركيه كې دوه لكه او ۱۷ زره او ۸۸۷ انټرنيټي كوربانه شته او ۱۲ ميليونه او دوه لكه ۸۴ زره كسان پكې له انټرنيټه استفاده كوي .

 

تركيه په يو نظر

پراخوالى

780،580  كيلومټره مربع

نفوس

 71،158،647 نفر

انټرنيټي پته

tr.

نړيوال كود

90+

 

 

عبدالله الهام جمالزی

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.