×

بلجيم


بلجيم

 

د بلجيم سلطنتي هيواد د شمالي اروپا له هيوادونو څخه دى چې د اروپايي اتحاديې له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي چې دمسيح ع له ميلاده ۵۰ كاله وړاندې پكې د سلت قوم ژوند كاوه .

 

بلجيم له هالنډ ، جرمني ، لوكزامبورګ او فرانسې سره ګاونډى دى او همدغه راز د شمالي انتلانتيك يا ناټو له بنسټګرانو هم دى . ددغه هيواد پلازمينه بروكسل د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .

 

معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع خاوند ټاټوبى دى چې څه دپاسه نيمايي برخه يې جلګو پوښلې ده .

 

بلجيم د اوږد مهال لپاره د فرانسې ، هالنډ او هسپانيا په څير هيوادونو د خاورې جز ګڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .

 

د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي پيړۍ كې د بلجيم صنايعو زيات پرمختګ وكړ او د بليجم دهغه د پاچا دوهم لئوپولډ له خوا د لومړي ځل لپاره د مستعمرې د جوړېدو فكر اجرا شو او كنگو، روانډا او بروئنيا يې په تدريج سره د بلجيم مستعمرې جوړې كړې .

 

كنگو تر ۱۹۶۰ ميلادي كاله د بلجيم مستعمره وه ، د روانډا او برونوئيا هيوادونه هم تر ۱۹۶۲ ميلادي كاله د بلجيم مسعتمرې وې .

 

په ۱۹۹۴ كال كې ددغه هيواد په اساسي قانون كې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه هيواد د فډرال حكومت خاوند شو . ددغه هيواد په اساسي قانون كې بلجيم يو فډرال هيواد بلل شوى چې له درېو ، فلاندرز ژبو ، جرمن ژبو او فرانسوي ژبو له ټولنو څخه تشكيل شوى دى .

 

دغه هيواد په درېو سيمو ويشل شوى : په شمال كې فلندر چې خلك يې په هالنډي ژبه خبرې كوي ، په جنوب كې والونيا چې فرانسوي ژبي په كې ژوند كوي او بروكسل . هالنډي او فرانسوي ژبې يې رسمي ژبې دي . د والونيا په برخه كې ۷۰۰۰۰ جرمني ژبي خلك ژوند كوي .

 

 

 

سياست :

 

د بلجيم پاچا دوهم آلبرت دى خو محدود سياسي قدرت لري . د بلجيم په نظام كې لومړى وزير د حكومت مشر دى . دغه هيواد د سنا او ولسي جرګې په پارلمان كې لري .

 

د بلجيم هره يوه برخه د خپل حقيقي او حقوقي وضعيت په بنسټ د قانون جوړونې او د قانون په اجرا كې خپلواك عمل كوي . له همدې كبله د سيمو او ټولنو له قانوني مشرانو څخه جوړه شورا شته چې د ټول هيواد لپاره يو ډول قوانين تصويبوي .

 

د بلجيم له درې واړو برخو څخه هره يوه يې د خپلې سيمې د كلتوري ، ښونيزو ، ژبنيزو مسائيلو او انساني چارو مسئوليت په خپله غاړه لري . درې واړه سيمې د اقتصاد ، انرژۍ ، ليږد راليږد او حكومتي خدماتو مسئوليتونه هم لري .

 

 

هغه كار چې فډرال حكومت يې ترسره كوي د بهرنيو اړيكو تنظيمول ، حقوقي او دفاعي چارې سمبالول دي . فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قوانين وضع كړي او د هيواد اقتصادي ، كلتوري او ټولينز خط مشې هم وټاكي .

 

د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وګړو ترمنځ تاوتريخوالى كله كله پورته ځي او هالنډي يا ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي ، په عين حال كې رايګيرۍ ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي .

 

اقتصاد :

بلجيم په يوه ډيره صنعتي سيمه كې پروت هيواد دى . ددغه هيواد اقتصاد په خصوصي برخه څرخيږي . په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هيواد كورنى ناخالص توليد ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو . په دغه هيواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ فيصده دى .

 

كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يو فيصد يې په كرودګرۍ ، ۲۴.۵ فيصده يې په صنعت او ۷۴ فيصده يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دي . په دغه هيواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ فيصده ده او څلور فيصده خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .

 

ماشين آلات، كيمياوي مواد، الماس، اوسپنه او خوراكي توكي د دغه هيواد مهم صادرات جوړوي چې د آلمان (19.7 فيصده)، فرانسې (16.9 فيصده)، هالنډ (12 فيصده)، انگلستان (7.9 فيصده)، آمريكا (6.2 فيصده) او ايټاليا (5.2 فيصده) هيوادونو ته صادريږي .

 

 

ددغه هيواد واردات ماشين‌آلات، كيمياوي مواد، الماس (ناتراش شوي)، خوراكي مواد تيلي محصولات او د ليږد راليږد وسايل دي چې له هالند (18.3 فيصده)، آلمان (17.3 فيصده)، فرانسې (11.2 فيصده)، انگلستان  (6.6 فيصده)، ايرلند (5.7 فيصده) و آمريكا (5.4 فيصده)څخه وارديږي .

 

خلك :

 

 

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هيواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ كسان وو چې منځنى عمر پكې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته پكې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .

 

د بلجيم اساسي قانون له سياسته د دين په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينګار لري . په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هيواد په ډېرو سيمو كې نمايندګۍ لري .

 

د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هيواد ۰.۲ فيصده خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .

 

اړيكتيايي چارې :

 

په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ مبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويژني چينلونه پكې خپرونې جوړوي . بلجيم د نورو اروپايي هيوادونو په خلاف يوه واحده حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويژن لري .

 

كابو ۹۵ فيصده بلجيميان له كبلي ټلويژنونو استفاده كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړۍ رتبه لري . ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويژني سيستم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي .

 

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه كسان پكې له انټرنيټه استفاده كوي .

 

بلجيم په يو نظر :

پراخوالى

30،528 كيلومتر مربع

نفوس

10،584،534 نفر

پلازمينه

بروكسل

پولي واحد

يورو

انټرنيټي كود

.be

ټلفوني كود

0032

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  عبدالله الهام جمالزی

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.