افغانستان نه معیں څنګ اوش کوں منبع

فلتر

فایبر څه ته وایی؟ (لنډه ویدیو)

     
71 views
0

فیبر کوم ډول خوراکي ترکیب دی؟ فیبر هغه خوراکي ترکیبات دي چې په نباتي خوړو کې موندل کېږي او د بېلابېلو نباتي ترکیباتو څخه جوړ دي چې د هاضمې وړ نه دي. د نورو کاربوهایډریټونو برعکس، فیبر د انسان د هاضمې سیستم له لوري نه هضمېږي او په سلامت ډول لویو کولمو ته رسېږي، چېرته چې د انسان د روغتیا لپاره ګڼ شمېر ګټې لري. فیبر په اصل کې دوه ډولونه لري: محلول کیدونکی فیبر: دا ډول فیبر په اوبو کې حل کېږي او د نرمې مایع په بڼه څرګندېږي. دا ډول فیبر د هضم او د مغزي موادو د جذب پروسه ورو کوي او په دانه لرونکو حبوباتو، مېوو او همدا رنګه په ځينو سبزیجاتو کې موندل کېږي. نه محلول کیدونکی فیبر: دا فیبر په اوبو کې نه حل کېږي او د فاضله موادو حجم زیاتوي او همدا رنګه کولمې منظم حرکت ته هڅوي. دا ډول فیبر په پوره حبوباتو لکه مغزونو، دانو، پاڼه لرونکو سبزیجاتو کې پیدا کېږی. ویدیو کلیپ د د معاصرې تغذيې پېژندنه کورس د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps https://youtu.be/F_K1colNACU?si=g7lEtA7245aRtiKM

About this resource
Available in the following languages
Resource level
هره کچه
Resource type

غږ / د لیدنې

نویسنده

ناصر هوتکی

پلنګاله

وژمه فتحی

جواز/ دارنده حق چاپ

CC BY / CC BY-SA

0 Comment(s)