File 1
pdf Please login to download this file.د دي مقالې تطبیقي ساحه دا ده، چې امان الله خان د یو لړ اصلاحاتو له پلې کولو وروسته د کورنیو شوروشونو او بهرنۍ مداخلې په اساس اړ شو چې له واکمنۍ څخه استعفا وکړي. اوسنی دولت هم د کورنیو شوروشونو او بهرنۍ مداخلې په وجه له ستونزو سره مخ ده. له امان الله خان سره د هغه وخت ځینو سیاسیونو مرسته ونه کړه، اوس هم ځینې سیاسیون منفي تبلیغات کوي، غواړي چې د اصلاحاتو او اقتصادي پروژو د تطبیق مخه ډپ کړي. د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ګاونډ کې انګریزان مسلط و، چې امان الله خان ته یې ستونزې پیدا کولې، اوس مهال د هغوی ځای پاکستان نیولی، چې تل د افغانستان دولت ته ستونزې پیدا کوی. تر څو په افغانستان کې د یو قوي دولت د منځ ته راتګ او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د تطبیق مخه ونیسي. موږ د نیازي صاحب څخه منندوی یو چې په درخت دانش کتابتون کی د دې کتاب د خپرولو اجازه یی راکړه.
About this resource
Available in the following languages
Resource type
نویسنده
پوهندوي مستعلی نیازی
ګاش کوله
جواز/ دارنده حق چاپ
CC BY / CC BY-SA
