د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړټیا ۹ مقالې د ژباړې پروژې بشپړېدل

د ټولنې د اړتیاوو او د ښوونکو د مسلکي پرمختګ د ارزښت په درک سره، د درخت دانش کتابتون خوښ دی چې ۹ تخصصي مقالې د ښوونکو د مسلکي ودې لپاره په پښتو او فارسي ژبو ژباړل شوي او بشپړې شوې دي.
دا مقالې، چې د ښوونکو اړتیاوو ته په کتو چمتو شوي، د هغوی د مسلکي ودې د ملاتړ لپاره ژباړل شوي دي. اوس دا منابع د ښوونکو، روزونکو او ټولو هغو کسانو لپاره چې د زده‌کړې سره مینه لري، په آزاد ډول د لاسرسي وړ دي.
موږ هیله لرو چې دا کوچنی، خو ارزښتناک ګام، د افغانستان د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

1- متقابل تدریس د زده کوونکو د خبرو د وخت زیاتولو یوه ګټوره وسیله

2- د ښوونکو د مسلکي پرمختګ لپاره انتخابونه

3- د لوست د پلان چمتو کول

4- د لوستونو پلان جوړونه

5- د لوست څارنه (نظارت)

6- د ماشومانو او ځوانانو سره له زیانمنو پېښو څخه وروسته د خبرو لارښود

7- د مسلکي پراختیا د ورکشاپ پلانول (پلان جوړونه)

8- د مسلکي پرمختګ له لارې د ښوونکو پیاوړتیا

9- د زده کړې لپاره د ټکنالوژۍ د کارونې لنډ لارښود