منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
فایل: شماره شناسایی
pdf برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید
فایل: شماره شناسایی
docx برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید

المونیم AL

     
929 نمایش‌ها
0

المونيم د عناصرو په دوراني جدول کې ۱۳م عنصر او سيمبول يې Al دی. دا عنصر پر ځمکه پریمانه پيدا کيږي خو پخپل طبيعي شکل نه وي. معمولا له اکسجن سره د ترکيب په حالت کې وي. د دې لپاره چې وکارول شي باید لومړی له اکسجن څخه بيل شي. له دې وروسته يې بيا د کارولو پروسه ډیره اسانه کيږي او پر هغه فلز بدليږي چې د پراخه استفادې وړ دی. دا عنصر ۱۰۰ سلنه د بيا کارولو وړتيا لري.al.png

المونيم په اساني سره کش او شکل ورکول کیږي. دا فلز د اوسپنې او فولاد هومره کلک نه دی خو څرنګه چې زنګ يې نشي وهلی له دې کبله ځينې وخت د دې عناصرو پر ځای کارول کيږي.

المونيم د بريښنا د ليږدولو ښه قابليت لري. په کورونو کې د بريښنايي مزو لپاره کارول کيږي، خو د مس هومره باوري نه دی.  

زيات صيقل شوی المونيم د انعکاس لوړ قابليت لري، د انعکاس قابليت دومره لوړ دی چې ځينې وخت د سپينو زرو پر ځای په هندارو کې کارول کيږي.

المونيم د هوا او اوبو پر وړاندې عکس العمل ښيي او زنګ نيسي. خو، زنګ يې ډير کلک دی کله چې بهرنی پوړ بشپړ ونيسي بيا نه پتری کيږي او په دې توګه پاتې المونيم جوړ ساتي.

پوښتنې

  1. د هندارو په جوړولو کې ځينې وخت المونيم د کوم فلز پر ځای کارول کيږي؟
  2. ولې المونيم په بشپړه توګه زنګ نه وهي؟
  3. که المونيم د فولاد هومره کلک نه دی، نو ولې المونيم پر ځای تل فولاد نه کارول کیږي؟
  4. المونيم په ځمکه کې په طبيعي ډول له کوم عنصر سره ترکیب لري؟

پیرامون این منبع
به زبان‌های زیر موجود است
مضمون مطلب
سطح منبع
ناشر

Darakht-e Danish

جواز/مجوز

Resource Main Image

منابع مشابه


0 نظر (نظرات)