منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
فایل: شماره شناسایی
docx برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید
فایل: شماره شناسایی
pdf برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید

اکسيجن O

     
1934 نمایش‌ها
0

اکسيجن د عناصرو په دوراني جدول کې ۸م عنصر او سيمبول يې O دی. دا عنصر د ژوند لپاره تر ټولو زيات اړين دی. دا عنصر د اوبو يوه برخه او زموږ د اتموسفیر ۲۰ سلنه جوړوي. همداراز د هغې هوا تر ټولو مهمه برخه ده چې موږ په کې ساه اخلو. زموږ سږي له هوا څخه اکسيجن اخلي او د وينې بهير ته يې لیږدوي. o2.png

اکسيجن د غیر عضوي موادو يوه مهمه برخه هم جوړوي. دا عنصر په ګڼو فلزي مرکباتو او منرالونو کې هم موندل کيږي چې موږ يې هره ورځ کاروو. لاندې هر يو ډیاګرام تعبير او له صحیح مرکب سره يې پرتله کړئ. ماليکولي اکسيجن O2 – دا د غبرګو اکسيجنونو يو اتوم دی چې دواړه پکې سره تړل شوي دي. دا د اکسيجن هغه بڼه ده چې زموږ د اتموسفير ۲۰ سلنه جوړوي. او هغه اکسيجن دی چې موږ ترې ساه اخلو او زموږ د وينې په جريان کې جذبيږي. اوبه H2O – اوبه په هر ځای کې موندل کيږي او د ژوند لپاره اړينې دي. اوبه د ځمکې د سطحې څه د پاسه ۷۰ سلنه برخه نيولې ده. دا يو ډیر ساده ماليکول دی چې د اکسيجن له يوه او هايدروجن له دوه اتومونو څخه جوړ دی. د کب برانشونه له اوبو څخه هغسې اکسيجن را اخلي لک سږي چې يې له هوا څخه اخلي. د اوسپنې اوکسايد Fe2O3 – دا هغه ماده ده چې زنګ يې بولي. کله چې اوسپنه په آزاده هوا يا اتموسفير کې له اکسيجن سره ترکیب شي، د ماليکول جوړښت يې بدلون کوي او په يوه نوې ماده بدليږي. اوزون O3 – دا د اکسيجن يوه بله بڼه ده چې په اتموسفير کې موندل کيږي. خو که ساه ترې واخلو زموږ بدن يې نشي کارولی. خو له نورو اړخونو ډير مهم دی. په برني اتموسفير کې د اوزون پريمانه مقدار موجود دی او د لمر له زيان رسونکو وړانګو مخنيوی کوي.


پیرامون این منبع
به زبان‌های زیر موجود است
مضمون مطلب
سطح منبع
ناشر

Darakht-e Danesh

جواز/مجوز

Resource Main Image

منابع مشابه


0 نظر (نظرات)