افغانستان اوچون آچیق و مجانی اورگتیش قایناقلر

فلتر
File 1
docx Please login to download this file.
File 2
pdf Please login to download this file.

ټيکنالوجي: د انټرنيت په مرسته څه څه کولی شئ؟

     
1340 views
0

ټيکنالوجي : د انټرنيت په مرسته څه څه کولی شئ؟

جال

کله چې دوه يا زيات کمپيوټرونه له يو بل سره تړل شوي وي، يو يو جال يا شبکه جوړوي. هغه څوک چې د جال په مرسته تړل شوي کمپيوټرونه کاروي، له يو بل سره معلومات شریکولای، يو بل ته پيغامونه لېږلای او ان په ورته وخت کې عينې پروګرامونه په څو کمپيوټرونو کې چلولای شي.

انټرنېټ

انټرنېټ هم د جال په څېر دی؛ خو لږ پراخه دی. په حقیقت کې انټرنېټ له ګڼو بېلابېلو سره تړل شويو جالونو څخه جوړ دی.

په ۱۹۸۰م کال کې د ساينس پوهانو یوې لويې ډلې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په عينې پروژې کار کاوه. دوی د معلوماتو د شريکولو لپاره يوې داسې چټکې طریقې ته اړتیا درلوده، چې د پُستې له لارې د پیغامونو د لېږلو په نسبت يو څه ګړندی کار وکړي. ساينس پوهانو يو داسې جال جوړ کړ، چې نه يوازې يې د يوې ودانۍ بلکې د نړۍ د ګوټ ګوټ کمپيوټرونه سره وتړل.

د نړۍ په کچه غځېدلي دې جال ته يې د انټرنېټ نوم ورکړ. نن ورځ هر سړی انټرنېټ پلټلی شي. انټرنېټ له ۶۰۰۰۰ زیات جالونه سره تړلي دي، چې هر یو يې د مقالو، عکسونو او غږونو خپلې خپلې ټولګې لري.

د انټرنېټ کارونه

په انټرنېټ کې تاسې ډېر څه کولای شی؛ خو دوه تر ټولو مشهور يې برېښناليک يا ايميل کارول او پر نړیوال غزېدلي جال د پاڼو پلټل دي.

د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنی ورد او یا پی دی اف فایل راښکته کری.


About this resource
یایین بیروچی

Darakht-e Danish

جواز/ دارنده حق چاپ

0 Comment(s)