د درسي پلان جوړول
د درسونو د پلان جوړونې پرمهال دغه ساده ګامونه په پام کې ونيسئ: د درس هدف بيان کړئ. يو ځل و ارزوئ چې ستاسې زده کوونکي د دې درس په اړه له وړاندې څومره معلومات لري. د څه شي زده کړې ته اړتيا لري؟ پر هغو معلوماتو چې ستاسې زده کوونکي له وړاندې پوهېږي، د نويو معلوماتو ښوونه بنا کړئ. د دې معلوماتو د معرفي او وړاندې کولو لپاره بېلابېل ښوونيز تخنیکونه وکاروئ. څرګنده کړئ چې آیا زده کوونکي د تدريس پرمهال درسي مواد درک کولی شي او که نه. پر معرفي شويو درسي موادو يو ځل بيا ټينګار وکړئ. له داسې فعاليتونو او تمرينونو کار واخلئ، چې زده کوونکي بوخت کړي. د هغو معلوماتو په تکرارولو سره چې دوی له وړاندې زده کړي دي، پر نويو معلوماتو يو ځل بيا ټينګار وکړئ. درس د کليدي ټکو په را لنډولو سره ختم کړئ. له زده کوونکو وپوښتئ، چې که دوی د نويو معلوماتو په اړه پوښتنې ولري. خپل درس له پای ته رسېدو وروسته ارزيابي کړئ. کومه برخه ښه تېره شوه؟ کومه برخه نور کار ته اړتيا لري؟ له کومو نورو تخنيکونو باید کار واخلئ؟ له کومو نورو لارو پر موادو ټينګار کولی شئ؟
د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنې ضمیمه شوي پی دی اف او یا ورد فایل راښکته (ډاونلوډ) کړۍ، ويي لولۍ او هرو مرو تري ګټه واخلۍ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.