تیزابيت او قلويت د معلومولو (pH) جدول
هغه مایعات چې تاسې يې په ورځني ژوند کې وينئ، له دوه حالتونو خالي نه دي: يا تیزابي او يا قلوي دي پرته له اوبو څخه چې خنثی حالت لري.
اسيد يا تیزاب تريو خوند لري او که له پوستکي سره تماس پيدا کړي د خارښت او سوزش به بڼه احساسيږي. د کمزورو تیزابو بیلګې د ليمو جوس او سرکه ده. او د قوي تیزابونو بيلګې بيا د ګوګړو تیزاب او سلفوريک اسيد دي. تاسې کولی شئ چې هر فلز په تیزابو کې حل کړئ. ځکه چې تیزاب د فلزاتو پر وړاندې غبرګون ښيي – کولا چې يو کمزوری تیزاب دی، د يو میخ په ور اچولو يې تجربه کړئ؟ تیزاب په معده کې هم شته چې د غذا په هضم کې مرسته کوي.
القلي تريخ خوند لري چې صابون ته ورته احساس ورکوي. د قوي القلي بیلګه سوډيم هايدرواکسايد او د کمزورې القلي بیلګه سوډيم بای کاربونيټ يا د ډوډۍ پخولو سوډا ده.
ټول تيزابونه او القلي ګانې خنثی کیدلی شي، او د اوبو په مرسته يې اغیز کميدلی شي.
په دی هکله د لا زیاتی زده کړی لپاره لاندنی فایل پرانیسئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.