×

ماري کيوري


ماري کيوري د پيغلتوب نوم ماريا سکلودوسکا Maria Sklodowska وو. نوموړې د ۱۸۶۷ میلادي کال په نومبر مياشت کې زيږيدلې او د ۱۹۳۴ ميلادي کال د جولايي په میاشت کې مړه شوې ده. ماري کیوري د پنځو خويندو او ورونو تر ټولو کشره وه. مور او پلار يې ښوونکي او روزونکي وو. کورنۍ يې لوستې او فرهنګپاله خو بيوزلي  وه او د سرمایې د برابرولو پسې لالهانده وو. ماري چې عمر يې تر اوسه کم وو مور او د مور اولاد يې مړه شول.

ماري کيوري يوه ډيره ځيرکه او ښه زده کوونکي وه. کله چې له ښوونځي فارغه شوه نور يې په پولنډ کې د زده کړې هوډ نه درلود ځکه چې په دې هيواد کې د انجونو لپاره پوهنتون نه وو. يو کال يې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړه او بيا پاريس ته لاړه چې له خپلې خور سره يو ځای زده کړې ته دوام ورکړي.

ماري د فزيک د زده کړې لپاره په پاريس کې د سوربن پوهنتون ته لاړه او په ۱۸۹۳ميلادي کال کې يې خپل بری ليک واخيست. نوموړې هلته له پيري کيوري سره وکتل چې د فزيک پروفيسر وو او په ۱۸۹۵ميلادي کال کې يې له هغه سره واده وکړ. په ۱۸۹۶ميلادي کال کې انتوني هنري بيکرل يو عنصر کشف کړ چې يورانيم يې ونوماو. دا عنصر د راډيو اکتيو وړانګو د خپرولو له کبله مشهور وو.

کيوري ښځې او ميړه دواړو د راډيواکټيو په وړانګه ينه کې يو نوښت ترسره کړ. ماري کيوري په دې فکر شوه چې د خپل علمي رسالې د بشپړولو لپاره پر يورانيم پلټنې وکړي. د يوه اليکټروميټر په کارولو سره، چې د بيلابيلو عناصرو او موادو له خوا خپريدونکي وړانګې پرتله کوي، نوموړې وموندل چې د وړانګو خپرول د بيلابيلو ماليکولونو تر منځ د متقابل عمل پايله نه ده. دا ځانګړنه خپله په اتوم کې پرته ده. نوموړې د خپلو پلټنو په ترڅ کې دا هم وموندله چې پخپله د پيچبلنډ کاني ډبره چې يورانيم ترې رابيليږي، د يورانيم په پرتله غښتلې وړانګې خپروي. هغه دې پايلې ته ورسيدله چې د پيچبليند په کاني ډبره کې بايد داسې نور عناصر هم وي چې لازيات راډيو اکتيو وړانګې خپروي. نو کيوري ښځې او ميړه دواړو پيل وکړ چې د پيچبلينډ کاني ډبرې له څو ټنه دا ناڅرګند مواد ترلاسه کړي. په دې معنی چې هڅه یې وکړه دغه عناصر د پيچبلينډ له کاني ډبرې بيل او يا ټول کړي.

د پيچبلينډ يورانيم لرونکی کاڼی يو ارزښتناکه او قيمتي کاني ډبره وه. خو که يورانيم به يې ويستل شو بيا به په ارزانه بيه موندل کيدله. دواړو کيوريانو لپاره دا يو فرصت وو چې خپلې موخې ته د رسيدلو لپاره څو ټنه ډبرې وکاروي. د دوی کاري شرایط له ګڼو لوړو ژورو سره مخامخ وو، او معمولا ډیرې لږې پيسې به يې په لاس کې درلودې. ځکه چې که کوم اندازه پيسې به يې ترلاسه کړې هغه به يې پر اسبابو او توکو لګولې چې د تجربو د ترسره کولو لپاره اړين وو. په دې معنی چې دوی له بیوزلۍ څخه ډکو کورنيو شرایطو کې اوسيدل او ځينې وخت يې ان د خوراک لپاره هم څه نه درلودل. او ان له څپرې يې هم د لابراتوار په توګه استفاده کړې ده چې پر پيچبلينډ ډبرې خپلې تجربې ترسره کړي.

د پيچبلینډ له کاڼي څخه د راډيو اکټيو توکو د بيلولو په موخه د ګڼو هڅو وروسته دوی وکولی شول چې د پيچبلينډ له څو ټنه کاڼو څخه یوازې يوه قاشغه توکي ترلاسه کړي. دا يوه قاشغه توکي د راډيو اکټيو وړانګو د خپرولو له پلوه د يورانيم په پرتله زر ځلې غښتلي وو. د دوی له خوا دا نوي ترلاسه شوي توکي له دوه نويو عناصرو څخه جوړ وو. لومړی يې د ماري کيوري د اصلي هيواد پولنډ د نوم پسې پولونيم ونومول شو. او دویم عنصر يې راډيوم ونومول شو.

که څه هم دوی په ۱۸۹۸ ميلادي کال پخپله تجربه کې بريالي شول خو د دې لپاره چې ميرمن کيوري سوچه راډيوم ترلاسه کړای شي د ۱۹۱۰ میلادي کال پورې يې دوام وکړ. ښاغلي او آغلې کيوري د راډيوم د وړانګو تر څنګ د وړانګو پر خپریدلو د جاذبې د قوې اغيز هم مطالعه کړه. همدا پلټنې د هستوي فزيک د پلټنو بنسټ بلل کيږي.

ميرمن کيوري او ميړه يې دوه لوڼې درلودلې چې ايرين او ايو نوميدې. په ۱۹۰۶ميلادي کال پيري کيوري د سړک پر سر يوه حادنه کې ومړ. په ۱۹۰۳ ميلادي کال کې دوی له بيکرل سره يو ځای د فزيک په ډګر کې د نوبل جايزه واخيستله. ماري کيوري خپلې پلټنې روانې وساتلې او په ۱۹۱۱ میلادي کال کې يې د کيميا په ډګر کې د نوبل يوه بله جايزه واخيستله. له دې جایزې سره ماري کيوري لومړنۍ ساينسپوهه وه چې د نوبل دوه جايزې يې ترلاسه کړې وې او لومړنی ښځينه ساينسپوهه وه چې د نوبل جايزه يې ترلاسه کړه. همداراز نوموړي د سربن په پوهنتون کې لومړنۍ ښځينه پروفیسره او لومړنۍ ښځه وه چې د پوهنتون د فزيک څانګې د شيف په توګه پاتې شوې ده.

د لومړنۍ نړيوالې جګړې پر مهال میرمن کيوري د ټپي سرتيرو سره د مرستې لپاره  د ايکسرې د ماشین د کارونې ملاتړ وکړ. همداراز نوموړې د نوبل جایزې هغه طلايي ميډالونه د سرتیرو سره د مرستې لپاره په بسپنه کې ورکړل چې دې او ميړه يې ترلاسه کړي وو.

په هغه وخت کې د راډيو اکټيو عناصرو خطر چا ته معلوم نه وو، له دې کبله يې د اداره کولو لپاره کوم ځانګړي تدابير نه وو نيول شوي. ان تر ننه هم د ماري کيوري کتابچې او د پخليو کتاب د ځانګړو ساتونکو کاليو د اغوستلو پرته لمس او يا په لاس کې نه اخيستل کيږي. ماري کيوري د وينې له يوه رنځه ناروغه شوه چې په زيات ګمان له راډيو اکټيو وړانګو له کبله رامنځته شوې وه.

د دواړو  کیوريانو د سخت زيار او د کلونو همکارۍ د درناوی لپاره د راډيو اکټيو وړانګو د اندازه کولو يو واحد د کيوري په نامه ونومول شو. پر دې سربيره، د کيوريوم په نامه يو عنصر هم د دوی په نامه ياد شو.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

docx

Please login to download this file.

File 3

pdf

Please login to download this file.


About this resource

نویسنده

پلنګاله

جواز/ دارنده حق چاپ

دامنه عمومی / CC 0

نظریات

0 شترک ویک نظر

Please login to add comments.