د وريښمو پر لار يو سفر
1. فرض کړئ چې يو کاروان ۵۰ کيلومتره غرنيز واټن پ درې ورځو کې وهي. همدا کاروان به د دوه ښارونو تر منځ پروت ۱۲۵ کيلومتره واټن په څومره وخت کې ووهي؟
2. کاروان به په ۱۵ ورځو کې څومره زيات واټن ووهي؟
3. کاروان اړ دی چې د سفر په هرو ۶ ساعتونو کې د باروړونکو څارويو د استراحت په موخه دوه ځلې تم شي. که د يوې ورځې سفر ۹ ساعته وي، کاروان څو ځلې تم کيږي؟
4. په يوه مخکيني سفر کې، ۵ غژګاوو ۳۷۵ کيلوګرامه مساله جات ليږدولي دي. غواړئ چې په دې سفر کې ۶۰۰ کیلوګرامه مساله جات وليږدوئ. څومره غژګاوو ته اړتیا لرئ؟
5. کله چې اروپا ته ورسيږئ، د وريښمو د څلورو کلاوو په بدل کې د وړیو د تکې ۱۵ توپه رانیسئ. که تاسې د وريښمو ۴۸ کلاوې له ځانه سره ولرئ، څومره وړۍ به يې په بدل کې راونيسئ؟
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.