×

د خوراکي توکو لړئ او شبکې او‌ د طبيعت بيلانس


 

د خوراکي توکو لړئ او شبکې او‌ د طبيعت بيلانس

large_blance_of_the_nature.jpg

د خوراکي توکو لړئ او د خوراکي توکو شبکې د ژونديو حیواناتو په نړۍ کې هر يو حيوان د بل يوه خوراک دی.‌ د خوراکي توکو لړۍ او شبکه ښيي چې خوراک او انرژي څه ډول د حیواني نوعو تر منځ په بهير کې ده. د خوراکي توکو لړۍ: خوراکي‌ توکو لړۍ د خوراک يوه طریقه ده چې بیلابيلې حيواني نوعې په يوه چاپیریال کې سره تړلي ساتي. په يوه خوراکي لړۍ کې انرژي او خوراکي توکي‌ دواړه له يوه حيوان څخه بل يوه ته انتقاليږي. په خوراکي لړۍ کې له شپږو څخه زياتې نوعې شاملې نه وي ځکه چې انتقال شوې انرژي په هره مرحله او يا خوراکي کچه کې راکميږي. د خوراکي توکو تر ټولو اوږده لړۍ د سمندريزو حیواناتو ده. په يوه خوراکي لړۍ کې يو حیوان د ترلاسه شوې انرژۍ يوازې ۱۰ سلنه انتقالوي. پاتې انرژي یې خپل بدن ته د پاملرنې او حرکاتو لپاره کارول کیږي او يا د تودوخې په بڼه فرار کوي. د انرژي‌ مقدار په هره خوراکي کچه کې راکميږي، او په هر يوه مرحله کې د تیرې مرحلې په پرتله د لړۍ د افرادو تعداد راکمیږي. له دې کبله دا لړۍ د اعدادو يو داسې هرم جوړوي‌ چې په قاعده کې یې زيات اورګانیزمونه او په څوکه کې يې لږ اورګانیزمونه موجود وي.‌ د خوراکي توکو شبکه: د ژوندیو موجوداتو يوه ټولنه ښايي له سلګونو او ان له زرګونو بیلابيلو حيواني‌ نوعو څخه جوړه وي.‌ هره حيواني نوعه په څو بیلابیلو خوراکي لړيو کې برخه لري. له دې کبله بيلابیلې خوراکي لړۍ ځینې وخت سره تړل کیږي چې یوه لويه شبکه جوړه کړي چې د خوراکي توکو شبکه یې بولي.‌ ان په یوه کوچني ايکو سيسټم لکه په يوه ډنډوکي کې د خوراکي توکو لړۍ خورا پیچلې وي.‌ خوراکي کچه: په يوه خوراکي لړۍ کې هره يوه نوعه ځانګړی مقام لري. دې موقف ته خوراکي کچه وايي. د بيلګې په توګه کونګ موږک خوري،‌ نو که چیرې په یوه لړۍ کې کونګ او موږک موجود وي، کونګ په لوړه کچه کې راځي.‌ په يوه خوراکي لړۍ کې د خوراکي کچې شميره په نوموړې لړۍ کې د شاملو حیواني نوع له شمیر سره مساوي ده. او همدا نوعې ښايي په بيلابيلو خوراکي لړيو کې بيلابیل مقامونه ولري.‌ توليدونکي: تولیدونکی یو آټوټروف يا هغه نوعه ده چې خپل خوراک پخپله برابروي. توليدونکي د خوراکي لړۍ لومړنۍ خوراکي کچه برابروي.‌ ځکه دوی هغه غذا برابروي‌ چې په نوموړې لړۍ کې د نورو نوعو د خوراکي ملاتړ لامل ګرځي. شنه بوټي او يو ډول باکتريا تر ټولو مهم توليدونکي دي. د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره د فوټوسينتيزز له لارې غذايي‌ توکي جوړوي. د باکتريا يو څو نوعې د کيموسينتيزز يا کيمياوي سينتيزز له لارې خوراکي توکي جوړوی او د دې کار لپاره د کیمیاوي توکو په منځ کې پرته انرژي‌ کاروي. مصرف کوونکي: مصرف کوونکي هيټروټروف يا هغه ژوندي موجودات دي چې د ځان لپاره خوراک نشي جوړولی.‌ دوی د هغه خوراك په مرسته ژوند كوي چي د نورو ژوو له خوا جوړ شوی وي. يوه خوراکي لړۍ د مصرف کوونکو ګڼ ډولونه لري، چې هر يو یې په بيلال خوراکي مقام کې موقيعيت لري. • لومړني مصرف کوونکي توليدکوونکي خوري • دويمني مصرف کوونکي لومړني مصرف کوونکي خوري • دریمني مصرف کوونکي دویمني مصرف کوونکي خوري • او دا لړۍ همداسې دوام پيدا کوي تجزيه کوونکي: ساپروټروف يا تجزيه کوونکي د خوراکي شبکې حياتي برخه ده.‌ د خوسا کیدو د بهير پر مهال، په مړو بقاياو کې عضوي مرکبات تجزیه کوي او خام مواد لکه کاربن ډای اوکسايد يې بيرته چاپیريال ته آزادوي.‌ باکتريا او فنګسونه د غذايي‌ شبکې تر ټولو مهم تجزيه کوونکي دي.‌ څيرونکي او د هغوی قربانيان: څیرونکي ځناور غوښه خوړونکي دي.‌ په دې معنی چې د هغو حیواناتو په څيرلو خپل ژوند تيروي چې د دوی له خوا ښکار کيږي.‌ د څیرونکي اصطلاح هغو حيواناتو ته کارول کيږي چې نور حیوانات نیسي او وژني. زياتره دا ځناور د دوی له خوا د ښکار شويو حيواناتو په پرتله لوی وي؛ دوی د خپل خوراک په پيدا کولو او نيولو کې ځانګړي مهارتونه لري چې په دې مهارتونو کې تيز نظر، د بوی غښتلی حس او غښتلې پښې راځي چې چټک حرکات اسانه کوي.‌ ښکار کيدونکي حیوانات هم خاص مهارتونه لري چې له دوی سره د څيرونکو ځناورو له حملو څخه د ژغورنې په برخه کې مرسته کوي.‌ کيموفلاژ له دوی مرسته کوي چې خپل چاپیريال کې ځان پناه او پټ کړي، تيز حسونه دوی پر حملې خبروي او سرعت د تيښتې وړتیا ورکوي. که څیرونکي ځناور نه وي د يوې حيواني نوعې شمير ډیر لوړيږي.‌ بالاخره د منابعو کموالی پر نفوسو زور راولي چې انډول برابر کړي. که د څيرونکي ځناور تعداد زيات شي، د ښکار کيدونکو حيواناتو تعداد راکميږي. دواړه نفوس خورا ژر کميدای شي، خو په طبيعت کې ښکار کیدونکي حیوانات ډیر لږ له کميدو سره مخامخ کیږي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.