کاربن C
کاربن C
کاربن د عناصرو په دوراني جدول کې ۶م ځای لري چې سيمبول یې C دی. دا د عضوي موادو يو ډیر مهم عنصر دی او ژوندي موجودات د دې عنصر پرته ژوند نشي کولی. کاربن د کاربن ډای اوکسايډ او ميتان په ګډون په هغو ګڼو مرکباتو کې پيدا کيږي چې د ژونديو موجوداتو لپاره اړين دي. د کاربن طبيعي بڼه الماس دي چې د ځمکې پر سر تر ټولو کلک عنصر دی، کاربن ګرافيت هم کيدی شي چې ډير نرم دی او د ليکلو لپاره کارول کیږي. لاندې هر يو ډیاګرام تعبير او له صحيح مرکب سره يې پرتله کړئ.
COF2
کاربونيل فلورايد – دا يو ډول ګاز دی چې له کاربن، اکسيجن او فلورين څخه جوړ شوی دی. دا ګاز د انسانانو لپاره سخت زهرجن دی. دا مرکب د هغو نورو مرکباتو په تولید کې استفاده کيږي چې فلورين لري.
CH4
ميتان – دا تر ټولو ساده عضوي مرکب دی. دا مرکب له کاربن او هايدروجن څخه جوړ شوی دی چې د عضوي موادو دوه مهم عناصر دي.
H2CO3
کاربنيک اسيد – دا يو غير عضوي اسيد دی. دا مرکب زياتره هغه وخت جوړیږي چې کاربن ډای اوکسايډ په اوبو کې منحل شي. زموږ بدن دا مرکب له بدن څخه د کاربن ډای اوکسايډ د ويستلو لپاره کاروي.
CO
کاربن مون اوکسايډ – دا مرکب د اکسيجن له يوه اتوم او د کاربن له يو اتوم څخه جوړ شوی دی. دا ګاز له هوا څخه لږ څه سپک دی. دا ګاز په لوړ مقدار زهرجن دی خو د ژوو بدن يې په کوچنیو مقدارونو توليدوي.
CO2
کاربن ډای اوکسايد – دا يو ګاز دی چې له يوه اتوم کاربن او دوه اتومه هايدروجن څخه جوړ شوی دی. بوټي يې د فوټوسينتيزز په مرسته د نشايستې د جوړولو لپاره کاروي. همداراز ژوي د ساه ايستنې پر مهال کاربن ډای اوکسايډ خارجوي.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.