×

د اوبو خواص


د اوبو خواص

large_water.jpg

اوبه يو لړ غیر عادي خواص لري او له دې رامنځته کيږي چې د ماليکولونو جوړونکي اتومونه غير قطبي کو ولانسي رابطې لري. د اوبو اساسي خواص چې د ژونديو موجوداتو لپاره مهم دي په لاندې ډول دي:

د اوبو پر سر د یخ دريدل: کله چې يو مایع په جامد بدل شي جامد حالت يې معمولا د مايع په پرتله زيات کثافت لري. خو په عادي حالت کې د اوبو جامد شکل د مایع په پرتله لږ کثافت لري. که یخ په اوبو کې ډوبيدلی ډنډونه او جهيلونه به د تل پورې منجمد شوي وای او د کبانو او نورو بحري حيواناتو لپاره به يې ستونزمنه کړې وه چې خپل خوراک او اکسيجن ترلاسه کړي.

اوبه يو ښه محلل دی په تیره بيا د مالګې لپاره چې د آيوني رابطو لرونکې قطبي ماليکولونه لري. دا ځکه چې د اوبو د ماليکولونو چارج لرونکی پای د نورو مالیکولونو له چارج لرونکي پاي پورې نښلي. د اوبو ماليکولونه حل کيدونکي ماليکولونه او آيونونه د اوبو او نورو موادو د ګډ مرکب څخه جوړه يوه پوښ کې چاپيروي. دا کار د محلول په بڼه د مالیکولونو په ساتنه کې مرسته کوي.

زيات شمير ګازونه په اوبو کې حل کيږي ځکه چې د اوبو د ماليکولونو په منځ کې جذبونکې او دفعه کوونکې قواوې د ګاز د ماليکولونو لپاره تشه پريږدي چې ګڼو نورو مایعاتو کې نه ليدل کيږي. دوه ګازونه چې له موږ سره ډيره رابطه لري او په اوبو کې په ښه توګه حل کيږي کاربن ډای اوکسايډ او اکسيجن دي.

اوبه يوه پټه لوړه تودوخه لري. اوبه د بلې هر يوې مادې په پرتله د في مقدار حجم پر سر زیاته تودوخه ذخیره کولی شي او دا تودوخه ورو ورو آزادوي. دا خواص يې د معتدل اقليم په ساتلو کې مرسته کوي.

اوبه د بخار يوه لوړه تودوخه لري. اوبه دومره زياته تودوخه اخلي چې د هايدروجن رابطې په اوبو کې ماتوي او کله چې دغه رابطې ماتې شي د تودوخې انرژي د اوبو د بخار په توګه الوځي. دا خواص يې د لویو حيواناتو لکه تي لرونکو هغو لپاره د يو ګټور سړونکي په توګه کار کوی.

د اوبو ماليکولونه د جاذبې قوه لري. د اوبو ماليکولونه تر يو ځایه له يو بل سره نښلي. ګڼ حشرات د هغه سطحي فشار څخه ګټه پورته کوي چې د جهيلونو او ډنډونو پر سطحه د دې جاذبې له کبله رامنځته کيږي او دوی ته د اوبو پر سطح د تګ موقع برابروي.

اوبه سريښ لري. له قطبي ګروپونو لکه سلولوز سره يو ځای له سطحې پورې نښلي.

اوبه تجزيه کيږي او په يو کم مقدار د هايدروجن (H+) او هايدروکسيل (OH-) پر آیونونو بدليږي. دا خواص يې د ژونديو موجوداتو لپاره مهم دي ځکه چې د اورګانيزم په منځ محلول کې د آیونونو شمير د ګڼو مالیکولونو بڼه او دندې اغيزمنې کوي. په يوه محلول کې د هايدروجن د آيونونو غلظت دومره اهمیت لري چې ساينسپوهان ورته يوه ځانګړې اندازه کاروي، دا د pH اندازه ده چې غلظت اندازه کوي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.