×

د مادې حالتونه


 د مادې جامد، مایع او ګاز حالت د هغې د تودوخې د درجې پورې اړه لري. ټول هغه شیان چې موږ يې وينو او يا لمس کوو له درې حالتونو خالي نه دي: جامد، مایع او يا د ګاز په حالت کې دي. موږ له جامدې ډبرې او مایع پطرول سره اشنا يو له دې کبله فکر کوو چې دا مواد به تل په همدې حالت کې وي.

large_plasma.png

خو د هر يوه شي اتومونه چې موږ يې وينو او يا يې په لاس کې اخلو د جامد، مایع او ګاز حالت خپلولی شي. د ډبرې او يا د يخ د کوندې فعلي حالت د هغوی د تودوخې درجې پورې اړه لري. هره ماده د ويلي کيدو او جوش ټکی لري. تودوخې ته د يوې مادې غبرګون موږ ته هغه څه راښيي چې د نوموړې اتومونه يې ترسره کوي. جامد هر شی په جامد حالت کې خپله بڼه ساتلی شي. دا ځکه چې د تودوخې په دغو ځانګړو درجو کې د دې شيانو اتومونه له يو بل سره ورته رابطې ساتلی شي. ښايي ځينې اتومونه به نڅا کوي خو له ځایه نه ښوريږي. ځينې وخت د يوې جامدې مادې اتومونه او ماليکولونه کريستلونه جوړوي چې ډير ښکلي بريښي او په يو ډول جال کې په ښه سمون ترتيب شوي وي. د جامد حالت هغه انځور چې په دې مخ کې ښودل شوی دی د کريسټال بڼې د ډياګرام يوه بيلګه ده چې له کريسټال جوړونکي پروګرام څخه اخيستل شوی دی. مايع يو مايع هغه وخت د ويلي کيدو نقطې ته رسيږي، چې اتومونو او ياماليکولونو يې د تودوخې انرژي جذب کړې وي. کله چې د ويلي کيدو نقطې ته ورسيږي مالیکولونه د نورو ماليکولونو پر مخ لار خلاصوي او په حرکت راځي. خو د مرکباتو ماليکولونه بيا هم ټولې هغه رابطې ساتي چې د نوموړې مادې د هويت پورې تړلې دي. کله چې د تودوخې انرژي ډيره زياته شي اتومونه د يو بل تر څنګ حرکت کوي چې په همدې حالت کې د اوبو په څير بهيدل پيلوي. د تودوخې درجه دغه بدلونونه رامنځته کوي: د تودوخې زياتول د اليکترونونو حرکت نور هم چټک کوي. د ځينو مادو ويلي کيدل لږ څه زياتې تودوخې ته اړتيا لري: هغه ويلې شوی کاڼی په نظر کې ونيسئ چې له يوه اتشفشان څخه د لاوا په بڼه بهيږي. انسانانو هم زده کړي چې د ښيښې د جوړولو لپاره بايد فلزاتو ته تودوخه ورکړي. او هغه وخت يې بيلابيلو شکلونو ته واړوي چې تودوخې ښه پاسته کړي وي. کله چې ښيښه او فلز يخ شي، خپله نوې بڼه ساتي، او همدا بڼه يې بيا موږ ته د ګټه اخيستنې موقع برابروي. د تودوخې هغه درجه چې کاڼي او فلزات مايع حالت ته اړوي، د کاربن څخه د جوړو شويو ژونديو موجوداتو لپاره ډيره توده ده. زموږ بدن زياته برخه له اوبو څخه جوړه ده او که تودوخه دومره لوړه شي دا ټولې اوبه به تبخير شي. زموږ په بدن کې موجود نور کيمياوي مواد به وسوزيږي. په دې مانا چې د اکسيجن له ماليکول سره به يو ځای شي او نورو مرکباتو ته به تبديل شي چې ايره يې بولي. ګاز کله چې موادو ته له دې هم زیاته تودوخه ورکړل شي د غليان یا ويلي کيدو ټکي ته رسيږي.

large_states_of_matter.png

په دې ټکي کې اليکټرونونو لا زياته انرژي جذب کړې او اتومونه له دې هم په چټک سرعت حرکت کوي، نو يو بل ته الوځي او ټکر کوي. که دا اتومونه په يوه بنده فضا کې وي، پر نوموړي لوښي به فشار وارد کړي: بالون به نور هم ډډ کړي او د بخار هغه ديګ به وچاودوي چې د هوا د وتلو لپاره سوری ونه لري. موږ ټولو اوبه د جوش په حالت کې ليدلي دي، لومړی د لوښي په بيخ کې د ګاز کوچني پوقاني راښکاره کيږي او بيا کله چې لا زياتې اوبه په تف بدليږي نور هم راپاريږي او په پای کې ټولې راخوټيږي. که کافي تودوخه موجوده وي، هر څه به په جوش راشي او بخار به شي، ان کاڼی به هم بخار وکړي. له هغو ګازونو سره چې موږ اشنايي لرو لکه اکسيجن او نايټروجن د تودوخې انرژي يې له دې ډيره پورته ده چې په جامداتو بدل شي.

large_states_of_matter1.png

هر څومره چې تودوخې درجه راټيټه شي، اکسيجن او نايټروجن په مایعاتو او ان جامداتو بدليدی شي. وچ شوی یخ جامد شوی کاربن ډای اوکسايډ دی. پلازما پلازما د مادې يو بل حالت دی چې په طبيعي ډول يې موږ پر ځمکه او نورو څيرمه سيارو کې نشو ليدلی. ځکه چې ډيرې لوړې انرژۍ ته اړتیا لري. کله چې بريښنا راښکته شي ښايي د اتموسفير ماليکولونه پر پلازما بدل کړي – خو دا کار يوازې د يوې لحظې لپاره کوي. ساينسپوهان په دې توانيدلي دي چې پلازما د خورا ځانګړو شرایط لاندې په لابراتوار کې توليد کړي. د پلازما په حالت کې اتومونه د ګاز حالت په پرتله هم زیاته انرژي جذبوي او په آیونونو بدليږي. په دې معنی چې ګڼ اتومونه خپل اليکټرونونه له لاسه ورکوي، او پلازما ته آزاديږي. په ستورو کې ماده د پلازما په حالت موجوده ده. لنډيز تاسې به ليدلي وي، کله چې اتومونو او ماليکولونو ته تودوخه ورکړل شي، له يو بل سره يې د اړيکو ثابتوالی راکميږي. په جامد حالت کې اتومونه له يو بل سره نږدې پاتې کيږي چې دومره حرکت نه لري، لکه خلک چې په يوه تياتر کې ناست وي. کله چې اتومونه تاوده شي، د يو بل تر څنګ په خوځښت راځي لکه په يوه کوڅه کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، په دې حالت کې مايع رامنځته کوي. کله چې تودوخه نوره هم زياته شي، اتومونه له يو بل څخه جلا کيږي، او لکه د يو چټک خوځيدونکي نڅاګر په څير په فضا کې ټوپونه وهي. دا يې د ګاز مرحله ده. د پلازما په حالت کې اتومي بڅرکي په ازاده او چټک ډول حرکت کوي، لکه چې د يوه بدن برخې ټولې بيلې شوي او په فضا کې څرخيږي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.