مس Cu
مس د عناصرو په دوراني جدول کې ۲۹م عنصر او سيمبول يې Cu دی. دا عنصر ګلابي وزمه رنګ لري خو شين رنګی زنګ نیسي. دا يو له هغو لومړنیو فلزاتو څخه وو چې انسانانو د اسبابو او وسلې د جوړولو لپاره کارولی دی. ځکه چې دا فلز ډیر عام وو او له معدن څخه په اسانۍ سره استخراج کيږي. مس د تورق او د بريښنا د ليږدولو لوړ قابليت لري.
مس د اوږديدلو او هواريدلو لوړ قابلیت لري په دې مانا چې په اسانۍ سره د بريښنايي مزو د جوړولو لپاره اوږديدلی شي.
مس له سپينو زرو وروسته د بريښنا د ليږدولو تر ټولو لوړ قابليت لري. په کورونو کې د بريښنايي مزو د غځولو لپاره له دې فلز څخه زياته استفاده کیږي. ځکه چې یو خو د دې فلز استخراج اسانه او بيا يې بريښنايي مزو ته بدلول اسانه دي.
د مس يو لږ مقدار د هر يوه ژوي لپاره اړين دی. دا عنصر له اوسپنې سره يو ځای د وينې حجرې جوړوي. وچه ډوډۍ او غله پريمانه مس لري.
مس له هغو څو فلزاتو څخه دی چې په طبيعی شکل پر ځمکه پيدا کيږي او له نورو عناصرو سره په مرکب ډول نه وي. له همدې کبله يې د لرغونو مدنيتونو لپاره کارونه اسانه وه.
پوښتنې
- د مس کومه يوه ځانګړتيا هغه ته په بريښنايي مزو د بدلون قابليت ورکوي؟
- مس په کومو غذايي سرچينو کې پيدا کيږي؟
- د مسو کوم يوې ځانګړتياوې د لرغونو مدنيتونو لپاره د دې کارول اسانه کړې وو؟
- ولې مس د بريښنايي مزو د جوړولو لپاره ترټول زيات کارول کيږي؟
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.