×

مغلو سره د خوشال خټک اړیکې


د خوشحال خان خټک او مغلو اړیکې

 

 

 

    

دپښتنو سیمه د تاریخ په اوږدو کې د بیلا بیلو امپراتوریو لپاره د ښورا مهم او سترتژیک موقعیت په درلودلو سره ځانګړی ځای لري. که متجاوزین به له ختیځ څخه راتله او که له لویدیځ څخه یو وار به له دې خاورې تیریده. کله چې  ګورګانیان له اندیجان څخه (اوس په ازبکستان کې موقعیت لرې) په هند کې واک ته ورسیدل نو د هغوی لپاره هم تر ټولو لوی ګواښ همدا پښتانه وو. هغوی نه غوښتل چې دا د سرو زرو مرغۍ )هند) له لاسه ورکړي. هغوی له دې نوي امپراتورۍ د خوندي ساتلو لپاره د پښتنو د بیلا بیلو قومونو په ملاتړ او مرسته دا سیمې تر خپل واک لاندې له پیړیو پیړیو اداره کولې. د همدې ستراتیژۍ نه په کار اخیستنې د ګورګاني امپراتورۍ بنسټ ایښودونکي(ظهیرالدین بابر) او بیا د هغه اولادوو هم دا پالیسي پرمخ بوتله.

  

   جلال الدین اکبر چې په مغل اعظم شهرت لري د یوسفریو تاړاکونو او بلواګانو سره مخ شو. دخټکو قبیله چې له پخوا راهیسې یې له یوسفزیو سره رقابت درلود، ده غوښتل چې هغوی په ملاتړ د خپلې امپراتورۍ لویدیځې پولې په خوندي ساتلو کې ګټه پورته کړي. د همدې امپراتور په وخت کې د مغولو اړیکې د خټکو د کورنۍ  سره پیلیږي. ملک اکوړ چې د خوشحال خټک غور نیکه او د خټکو د قوم مشر دی، د پیښوراو اټک دلویې لارې د امنیت چارې سپاري. چې دا اړیکې بیا ترخوشحال خټک او اورنګزیب او له هغه وروسته د ده زامنو د نورو ګورګاني امپراتورانو  سره کله د دوستۍ او کله د دښمنۍ تر بریده رسیږي. دا چې خوشحال خټک د مغلو لپاره ډیرې خدمتونه کوي او په بدل کې مغل هم ورته جاګیرونه او منصبونه ورکوي، خوبیا هم ددوی ترمنځ اړیکې خړې پړې کیږي.چې وروسته په ملي مبارزې بدلیږي. زما  د بحث موضوع هم د خوشحال خان خټک او د مغلو پر اړیکو څرخیږي.

موخې

۱ـ د خوشحال خان او مغلو اړیکو باندې لنډ نظر واچوو.۲ـ هغه عوامل رابرسیره کړو چې دده اړیکې د مغلو سره پرې ټینګې شوې.۳ـ د مغلو سره د خوشحال خان د اړیکو ترینګلتیا اسباب په ګوته کړو او په پایله کې چې څه پیښ شول هغه هم لنډ وڅیړو. همدا رازهڅه مو کړې چې د مقالې په پای کې لاندې پوښتنو ته ځواب پیدا کړو.

۱ـ کومې شریکې ګټې وې چې د مغلو اړیکې یې خوشحال خان کورنۍ سره پیاوړې کړې؟ ۲ـ کوم لاملونه و چې په نتیجه کې  د ده او مغلو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته شوه؟ ۳ـ  د مغلو سره د خوشحال خان د اړیکود ترینګلتیا په پایله کې څه ډول اوضاع رامنځته شوه؟ د همدې موضوع د څیړلو لپاره ماته محترم استاد پوهاند دوکتورالف شاه ځدراڼ دنده وسپارله ترڅو یې په اړه معلومات جمع او د محترم استاد ترمستقیمې لارښوونې وڅیړم.

 

د خټکو استوګنځی

     د خوشحال د کورنۍ د کډې کولو لامل له عزیزانو سره خفګان او غریبي لیکلي. د کډې کولو دا موضوع کومه داسې نوي موضوع نه ده چې خامخا دې ورته لامل وموندل شي. دښه ژوندانه د موندلو لپاره کډه کول د هغه مهال یو عام دود و.ملک اکوړ د خپل ورور حسن خان او نورو ملګرو سره سوترې څخه د چراټ تر خوړه پورې راورسیدل. دلته دده دراتګ څخه مخکې هم خټک میشت و. داسې معلومیږي چې اکوړ خان دلته د تل لپاره پاتې کیدو ته نه و راغلی. دا هغه مهال دی چې د کابل واکمن د اکبر میرنی ورور میرزا حکیم و او پر کوچنۍ وچه د اکبر واکمني وه. کله چې د چراټ خوړې ته راورسید نو د حکومت دایرې ته رانږدې شو. د حکومت په اړه چې د خلکو ترمنځ کوم تأثر موجود و دی هم ترې اګاه شو. ده په هغه وخت کې د هندو جوګیانو په وژلو سره خپل غبرګون وښود. ده غوښتل چې هندوان مسلمانان شي، هغوی د اسلام منلو نه انکار کړی و ځکه یې ټول له تیغه تیر کړل. ملک اکوړ او ملګري یې په تاخت وباخت بوخت ول. د شاهي کاروانونو لارې هم ترې خوندي نه وې.تر دې چې د پیښور د مغلي واکمن شاه بیګ خان وروریې هم وواژه. د ملک اکوړ عزیزان په ویره کې شول چې د امپراتو د ځواکونو سره تربګني نه شي کولی.  د ملک اکوړ نه یې د وطن پریښودلو غوښتنه وکړه. ملک اکوړ پیښور ته د بښنې په موخه د شاه بیګ پر وړاندې حاضر شو. شاه بیګ خان ورته وویل چې کور ته راغلی میلمه نه شم وژلی، لاړ شه او د جنګ لپاره تیاری ونیسه. ملک اکوړ بیرته راغی او خپل عزیزان یې له کیسې خبر کړل. هغوی هم په غیرت کې راغلل او د اکوړ تر شاه ودریدل.

   شاه بیګ خان پر دوی یرغل راوړ، دواړو خواو ترمنځ سخت جنګونه وشول. دواړو خواو څخه زیات خلک ووژل شول. شاه بیګ په شا شو. دې سره د ملک اکوړ اغیز د هند پر مغلي حکومت هم کیناست.

امپراتو اکبر د میرزاحکیم په تعقیب دې خوا ته راغی. دسیمې د قومي مشرانو سره یې د لوې لارې د ساتنې ضمانت وغوښت. خورنګ میرخیل او ځینو نورو ملکانو اکبر ته وویل چې زمونږ له لورې هیڅ ستونزه نه شته خو د ملک اکوړ له خوا درته ضمانت نه شو درکولی، هغه سره باید خپله په دې اړه خبرې وکړئ.

 

 

د امپراتور خوا ته د ملک اکوړ راتګ

امپراتور اکبر ملک اکوړ ته خپل استازی واستاوه او هغه یې خپل دربار ته راوغوښت. ملک اکوړ هم خپل عزیزان او دوستان له ځان سره کړل او د امپراتو خوا ته روان شو.ملک اکوړ له ځان سره د خپلو عزیزانو تر څنګ لوی جلوس د ډول وهونکو او سورني غږونکو هم روان کړی و. کله چې د اکبر ساتونکو دا ډول جلوس ولید نو امپراتور یې خبر کړ. اکبر هم ددې جلوس دلیدو لپاره د هغوی مخې ته ورغی او ډیر په درناوی یې د هغوی ښه راغلاست وکړ. پس له کتنې او میلمستیا اکبر د شاهي لارې د ساتنې مسئولیت ملک اکوړ ته وسپاره، ملک اکوړ هم په ډیرې خوښۍ سره ومانه. ملک اکوړ بیرته خپلې قبیلې ته راغی او دا خبر یې ورته ووایه، ټوله قبیله د ملک اکوړ د پریکړې هرکلی ووایه.

د ملک اکوړ وژنه

په دې کې شک نه شته چې د ملک اکوړ او دهغه په اولادوو کې د ښو صفاتو کمی نه و، چې دیو قبیلې د مشرتابه لپاره اړین وي. خو هغه غوښتل چې د حکومت پر زور د خپلې قبیلې مشرشي. دې سره سره یې خلکو ته عزیزولي هم یادوله. خو قبیلې ورسره ژورې ستونزې پیدا کړې. چې بالاخره دا ددې سبب شوه دی(ملک اکوړ) او دده ځای ناستی یحیْی خان د خپلې قبیلې په لاس ووژل شي.

دشهباز خان خټک مشري

د یحیی خان د مرګ نه پس دهغه زوی شهبازخان د قبیلې له خوا مشر ټاکل کیږي.شهبازخان د یحیی خان زوی او د ملک اکوړ لمسی چې د خوشحال پلار و، ددې قبیلوي لانجو د مخنیوي لپاره یې یوه نوي تګلاره غوره کړه. هغه په ډیرې هوښیارۍ سره د قبیلوي جنجالونو د مخنیوي په خاطر خپله مخه د نورو قبیلو پر لور واړوله. دا خپله د بدبختۍ یو نښه وه، چې تر خوشحال خټک پورې روانه وه .

د یوسفزیو سره د خټکو نښته

شهبازخان د خپل پلار یحیی خان په زمانه کې هم د یوسفزیو پر خلاف حملې او جنګونه کړي و.شهباز خان دا منلې وه چې پر خټک قبیلې خپله سرداري منل او خپلې کورنۍ سره د همدردۍ ښودلو یوازینۍ لار همدا ده.دا جنګ د امپراتور د واک د پراختیا په خاطر نه وه،بلکه دا جنګ یې د خپلې قبیلې د یو سردار په توګه کړی و. موخه یې دا وه چې د کابل سیند دې غاړې ته پرتو یوسفزیو پر ځمکه قبضه وکړي او خټک په دې سیمه کې میشت کړي او دې سره د یوسفزیو د نفوذ مخه ونیسي او ساحه یې راکمه کړي.دا جنګونه روان و ترهغې چې په یوه وروستۍ نښته کې دشهباز خان آس په غشي ولګید دی هم زخمي شو، چې په نتیجه کې پس له څو ورځو مړشو.له ده وروسته دده ځوی ځوشحال خان چې دی هم په دې جګړه کې شامل و، دقبیلې سردار وټاکل شو.

د خوشحال خان خټک زوکړه، ماشومتوب ، ځواني او زده کړې

له نیکه مرغه خوشحال خان خټک په پاړسپي او پښتو دواړو ژبو شعرونو کې د خپل پیدا یښت نیټه لیکلې ده. دی وایي:

تاریخ خوشحال خان خټک در ربیع الثانی

آمد چو در این کهنه رباط فاني

حق ګرد اناد مرد را خیر رسان

تاریخ ګشت خیرعالم یعنی

خوشحال د مغل امپراتو جهانګیر د واکمنۍ پر مهال په ۱۰۲۲ هـ ق کال په ربیع الثاني میاشت کې چې د ۱۶۱۷ م کال د می او جون له میاشتو سره سمون خوري د شهباز خان په کور کې زیږدلی دی.

د خوشحال زمانه د ښوونځیو اوپوهنتونونو زمانه نه وه. په هغه وخت کې به د امیرانو زامنو ته شخصي ښوونکو په کورونو  کې زده کړې ورکولې.یابه یې په جوماتونو کې له عادي طالبانو سره دیني زده کړې کولې. د خوشحال په سوانحو کې ددې یادونه شوې چې هغه زده کړې په څه ډول کړي.هغه د خپلې زمانې مروجې زده  کړې بشپړې کړي دي. هغه د اویس ملتاني یادونه کوي چې دهغه استاد و. خوشحال خان دمولانا عبدالحکیم سیالکوټي د ناستې سړی و، چې د خپل وخت لوی عالم و. او دهغه دلوړو تصوراتو څخه ډیر اغیزمن و.

خوشحال او مغل

مغلو سره د خوشحال خان اړیکې  هغه ته په میراث کې پاتې شوې وې. ده هم د مغلو د پاس ساتلو لپاره ډیرې سرښیندې وکړې. کله چې خوشحال خان د خپلې قبیلې له خوا سردارو ټاکل شو، لږه موده پس د پاچا له خوا هم تائید شو. د خوشحال خان لومړنی ژوند دا ښایي چې د پاچا د خوشحالولو او له حکومت سره د ښو اړیکو ساتلو لپاره هغه یو شیبه هم ناغیړي نه ده کړې. هغه د مغلو او پښتنو ترمنځ له تعصب څخه بیخي بې پروا و. هغه ته د یو مسلمان پاچا خدمت کول ثواب ښکاریده. او له سر و مال قربانۍ ته همیشه چمتو و.

د کانګړې جنګ

راجه جګت سنګهـ د پتیهان ځمکه وال و، راجه په ښکاره پاچا ته وفادار و خو د پردې ترشا یې بغاوت ته تیاری کاوه. ددې لپاره یې د تارا ګړهـ په نوم پر یو غره کلا اباده کړه. او ورسره یې دوه نورې مظبوطې کلا ګانې د نور پور او ماوُ په نومونو هم جوړې کړې.د کلا ګانو د جوړولو نه وروسته راجه د جنګ سامان په راټولو بوخت شو. امپراتور چې کله د شاهي مخبر له خوا د راجه په منافقت خبر شو، نو امپراتور درې پوځداران سید خان جهان،سعید خان، او اصالت خان د میر عبدالهادي پر مشرۍ د راجه د سرکوبۍ لپاره وټاکل.  دشعبان په میاشت کې جګړه ونښته. بهادر خان روهیله د پاچا له حکم سره سم درې زره سپرو او درې زره پلیو سره له اسلام اباده د شهزاده مراد بخش چې د دریواړو ستر قومندان و راغی. دوی د راجه په طرف د جنګ لپاره وخوځیدل. پس له څو ساعتو نښتو راجه ځان د تار ګړهـ کلا ته ورساوه. دکلا نیول دومره اسان نه و. له یوې خوا کلا کلکه وه او له بلې خوا یې موقعیت هم په سخت ځای کې و.

خوشحال خان هم په دې جنګ کې د اصالت خان په واسطه د پاچا حضور ته خپل دوه زره پوځ وړاندې کړ. په  دې جنګ کې د بهادر خان مورچه سخته وه. راجه دکلا نه پر دې مورچې سخت بریدونه کول. بهادرخان خپله ودرید او دجنګ ننداره یې کوله. دسختو بریدونو نه په ویره کې شو چې هسې نه مورچه ماته شي. بهادرخان خوشحال خان ته امر وکړ چې زما تر خلکو پورې ځان ورسوه. خوشحال خان چې د دوی خواته روان و نو د ګولیو سخت باران سره مخ شو.په ډیره سختۍ یې ځان مورچې ته ورساوه. او پخپله یې ددې کلا د نیولو تابیا وکړه. د تاراګړهـ ددې مورچې یادونه دده په شعرونو کې په تفصیل سره شوې. په دې جګړه کې د پاچا ټول پوځ ناکام شوی و. په کوم تکتیک چې دامورچه فتحه شوه،هغه د خوشحال له دې بیت نه څرګندیږي.

      که د جنګ په کارکې ډیر دي حکمتونه          

     چې په سر صرفه  ونه کړي هنر دا دی

د خوشحال شخصي جنګي تکتیک به تل همدغه و. په ځانګړې توګه دکانګړې په جنګ کې چې کله هغه د امپراتور د پوځ په وړاندې د خپل هنر دغه ننداره وړاندې کړه، نو د پاچا ستر ستر جنرالان ورته ګوته په غاښ پاتې شول.

خوشحال خان چې کومې سرښیندنې په دې جګړه کې وکړې هغه پاچا ته وړاندې شوې.پاچا هم پر لوړو خلعتونو ونازاوه او هم یې په منصب کې اضافه والی وشو. ورسره یې د څلور لکو روپۍ دنقدي انعام په توګه ورکړې او د یو نیم لکو روپو په ارزښت ځمکه یې ورته وبښله.

خوشحال خان هم د پاچاپه غوښتنه دهغه د خدمت لپاره د پنځه سوه سواره اوزرو پلی پوځ په واک کې ورکړ.

دبلخ او بدخشان جګړه

نورمحمد خان چې د توران والي و، دمغلي حکومت پر حدودو یې څوځله تیری کړی و، او د هغه د زامنو د اختلاف له امله په بلخ او بدخشان کې بد امني رامنځته شوې وه. په کال ۱۶۴۴ م کې امپراتور خپله کابل ته د تلو پریکړه وکړه. اصالت خان یې دکابل پرلور روان کړ.په دې جګړه کې خوشحال خان هم له اصالت خان سره مل و. په بله ورځ یې د سراب په لور مخه کړه. په دې ډول هزاره قوم سره چې کوم جنګونه شوي دي، خوشحال خان په کې ښکاره رول لوبولی دی. هزاره ګان له دوی سره د مقابلې وویریدل، هماغه و چې وتښتیدل او دخوست سرحدونو ته یې پناه یوړه.

شاه جهان کابل ته د تګ پر مهال د اپریل په منځ کې له سند دریاب څخه تیر شو. خوشحال خان یې پرلاره هرکلی وکړ.تر ډیره ځایه د پاچا دسپرلۍ سره لاړ.پاچا د یوسفزیو د سیمې د مشرانو او د هغوی دنفوذ په اړه ترې بلابیلې پوښتنې کولې. خوشحال خان ورته په ځواب کې وویل چې دغره په یوسفزیو کې سرداران حمید او کاچو په نومونو دي او په سمه کې حبیب، بهاکو او ظریف دي، چې څلورنیم زره سپاره د جنګ ډګر ته راوستلی شي. امپراتور خوشحال خان ته له هغه سره د ښو اړیکواو وفادارۍ په بدل کې دیوسفزیو جاګیر هم وسپاره،او دهند په لور روان شو

.

دتیراه جګړه

په ۶۰-۱۶۵۹ م کلونو کې  اپریدیو او اورکزیو په تیرا کې د حکومت پرخلاف وسله پورته کړه.خوشحال خان هم شاهي پوځ سره ملګری و. په دې جګړه کې خوشحال خان په لومړي ځل اپریدیو سره مخ شو. خوشحال په دې جګړه کې هم زړورتیا وښوده. او شاهی پوځ بریالی شو. خو خوشحال خان اپریدي تعقیب نه کړل.

 

 

 

مغلو سره د خوشحال د اړیکو ترینګلتیا پیل

قید و بند

د اورنګزیب د تخت ناستې پر څلورم کال ۱۰۶۸ هـ ق کې سید امیر خان چې د کابل والي و پاچا ته عرض وکړ چې تاسو چې د باج اخیستو کوم ممانعت کړی دی، دهغې نافذیدل تر هغې پورې ناشونی دی تر څو چې ځمکه وال ونه نیول شي. پاچا ورته په ځواب کې وویل چې تا ته اجازه ده. خو هغه د خوشحال نوم نه و اخیستی. هغه غوښتل چې په دې ډول خپلې موخې ته ورسیږي. نو په دې ترتیب یې خوشحال پیښور ته د مشورې لپاره راوغوښت . خوشحال خان ۱۶۶۴ م کال د جنورۍ په منځنیو ورځو کې د جمعې په سهار یواځې پیښور ته روان شو. له ماسپښین څخه مخکې پیښورته ورسید. همدلته یې لاس تړلی والي ته بوتلو. تر دوه میاشتو په پیښور کې پاتې شو او وروسته یې هندوستان ته یوړو. چې هلته په بیلابیلو ځایونو کې يې کله د بندي او کله د نظر بند په توګه وساته. ډیری تاریخ لیکونکي په دې عقیده دي چې د خوشحال خان د مغلو نه زړه توروالی په همدې سبب پیدا کیږي،چې بیا تر وسله والې مبارزې پورې رسیږي.

په دغه وخت کې محمد آمین خان چې د کابل والي و، ډیره هڅه وکړه تر څود هغه په ضمانت خوشحال خان له بنده خلاص کړي. شاهنشاه د خوشحال خان د خوشې کولو لپاره دا شرطونه کیښودل چې که چیرې خوشحال خان خپله ښځه او بچي د یرغمل په توګه هندوستان ته راولي نو بیا به دی له بنده خوشي شي.

د خوشحال خان په ذهن کې د بغاوت آثار

خوشحال خان مغلو ته وفادار و. له ګاونډیو پښتنو قبیائیلو سره یې د حکومت په ملاتړ ډیر جنګونه کړي و . د کانګړې او بدخشان جنګونو کې چې خوشحال خان د حکومت په ملاتړ کومه میړانه ښودلې دا ددې ښکاره ثبوت دی چې  خوشحال دوی ته څومره وفادار و. ځکه خو دی وایي:

ما ویل زه به د مغل په نوکرۍ کې

رکیبونه کړم دسرو اوسپینو نال

په نا حق یې زنځیرونه راپه پښو کړل

واه واه هسې نوازش،هسې امال  

په بل ځای کې بیا وایي:

پس له بنده دی دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغلو سره رزم      .

 

 پس له بنده دده د ژوند یوه بله مرحله پیل کیږي، چې د پښتنو د آزادۍ او دهغوی د ملاتړ په خاطر عملأ توره پورته کوي. چې بیا آن ترمرګه پورې یې نه پریږدي.

 

 

د مغلو په ملاتړ د خوشحال خان وروستۍجګړه

     که څه هم د خیبر په جګړه کې خوشحال خان نه غوښتل چې د خپلو عزیزانو په مقابل کې ونه جنګیږي، خو له محمد آمین خان څخه چې دی یې له بنده خوشې کړی و؛ مجبور و چې د خپل محسن د احسان حق اداء کړي. په دې تاریخي جګړه کې د پښتنو جنګیالیو مشري ایمل خان مومند او دریا خان اپریدي کوله. خوشحال خان په ډیره میړانه د خپلو عزیزانو په خلاف وجنګید، خو مغل مات شول. مړي یې په ځای پاتې شول. ویل کیږي چې په دغه تاریخي جګړه کې څلویښت زره مغل د پښتنو د تورو ښکارشول. که یو خوا دی د مغلو سره په مبارزه کې بوخت و نو له بلې خوا ورته په کور دننه مخالفتونه پیدا شول. ده نه غوښتل چې د ژوند وروستۍ ورځې دې په خپل منځي جنجالونو کې تیرې کړې.په دغه وخت کې دده د زامنوترمنځ د سردارۍ په سر جنګونه اوج ته رسیدلي و.

په نوښار حمله

خوشحال خان د خپلو زامنو عابدخان ، عبدالقادر خان او اپریدیو  په ملتیا پر شاهي سړک او دخیرآباد پر کلا حملې وکړې او مغل یې قتل عام کړل.

بیا یې د نوښار پرکلا د حملې اراده وکړه. خوشحال خان سره په دغه وخت کې د ترې او بولاق خټک هم راټول شوي و. د نوښار په کلا کې درې زره پوځ پروت و. د توپخانې مسئولینوته یې بارود او نور اړین توکي ورکړل. تر څو د کلا دیوالونه ونړوي. پس له څو ساعتو جګړو لومړی خټک بیا اپریدي کلا ته ننوتل. په کلا کې ټول مغل اوپښتانه یې له تیغه تیر کړل. په دې جګړه د خوشحال خان زامنو عابد خان او عبدالقادر خان ډیره میړانه وښوده.

بهرام خان په تیښته خپل ژوند وژغوره. په رڼا ورځ داسې یوه مظبوطه کلا فتحه کول ټول مغل اوپښتانه هیښ کړل.

هغه وفاداري چې د خوشحال خان د نیکونو نه خوشحال خان ته پاتې وه اوس نو په  سخته دښمنۍ او د یو بل په له منځه وړلو او ایل کولو ترحده رسیدلې وه

پایله/ نتیجه ګیري

 

  خوشحال خان د ځوانۍ نه نیولې تر زړښت پورې دمغلو لپاره ډیرې سرښندنې وکړې. د پښتنو قبیایلو د ایل کولو او د امپراتور د راج ساتلو لپاره یې ډیر پښتانه له تیغه تیر کړل. ددې په بدل کې ورته خورا ډیر جاګیرونه او منصبونه هم ورکړل شول. خو د اورنګزیب د پاچا کیدوسره سم دده اړیکې د مغلو سره د پخوا په شان پاتې نه شوې. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه لوی لامل یې دده بې ګناه بندي کیدل و. مغل پر ده بې باوره و..

خوشحال خان وصیت کړی و چې ما به هغه ځای کې خاورو ته سپارۍ کوم ځای ته چې د مغلو د اسونو د پښو دوړې نه رسیږي. له ده نه پس د سردارۍ پر سر دده دزامنو ترمنځ ډېرې جګړې وشوې چې په نتیجه کې ډیر پښتانه ووژل شول. دا رقابتونه تر ډیر وخته روان و. خوشحال خټک د جګړه ایز ژوند سربیره یو لوی شاعر او نړیوال لیکوال هم دی.

 

 

 

د ډیرې وفادارۍ نه پس هم چې کله ده ته دا معلومیږي چې مغل ده ته مخلص نه دي، دی یې عبث په بند محکوم کړی، پس له بند څخه خوشحال خان د افغان په ننګ ملا وتړله او د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې ورته تسلیم نه شو. او دخپلې ټاکلې کړې لارې نه وانه وښت. ده سره خپلو زامنو هم وفا ونه کړه. ده په خپلو ډیرو شعرونو کې د زامنو نه سر ټکولی دی. او هغوی یې په بې ننګۍ تورن کړي دي. ده خپلې مبارزې ته د ایمل خان مومند او دریا خان اپریدي په څیر ملګري پیدا کړل، چې یادونه یې په خپلو شعرونو کې ځای پر ځای کړې ډه.هیره دې نه وي، چې خوشحال خټک نه یواځې د جګړې د میدان میړنی و، بلکه د قلم یو ستر ځواک یې هم درلود. دده اثار دنړۍ په ډیرو معتبرو ژبو ژباړه شوي. زیات شمیر پښتنواوبهرنیانو د ده پر ژوند او کارنامو څیړنې، کتابونه او بې شمیره مقالې لیکلي. په پښتو ادبیاتو کې د خوشحال خان خټک ونډه تر بل هر پښتون شاعر درنده ده. د ده زوکړه په په ملي او نړیواله سطحه لمانځل کیږي.

 

مأخذونه

الفت، ګل پاچا. ۱۹۶۵.ملي قهرمان .کابل: پښتوټولنه.

بیګم فیروزالدین،خدیجه.۲۰۰۷. life and work of the illustrious khushhal khan khatak.پیښور: پښتو اکاډمي.

خټک، پریشان. ۱۳۹۱.پښتانه څوک دي؟ . جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

خټک، محمد نواز.۱۹۶۱. د تورې اوقلم خاوند .پیښور: سرحد خپرندویه ټولنه.

خټک،عقاب.۱۹۶۵. تاریخ خټک. پیښور:حمیدیه پریس

کامل مومند، دوست محمد.۱۹۷۴. کلیات خوشحال خان. پیښور: پښتوټولنه.

نقوي،پروفیسور نعیم.۱۹۸۱. دپښتو عظیم شاعر. کراچۍ: تجارتي پریس.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.