×

عناصر، اتومونه او دوراني جدول


                 

عناصر، اتومونه او دوراني جدول

 

د اصطلاحاتو ليکلړ

 

اتوم – د يوې مادې تر ټولو کوچنی واحد يا ذره ده چې د هماغه مادې ټول خواص ولري. اتوم په زياتره حالاتو کې له پروټون، نيوټرون او اليکټرون څخه جوړ وي. پروټون او نيوټرون د اتوم په مرکز کې پراته دي چې د اتوم هسته يې بولي خو اليکټرون د هستې د مرکز شا او خوا کرښو کې دوران کوي چې مدارونه يې بولي.

 

اتومي شمير – د يوه اتوم اتومي شمير د هغو پروتونونو له شمير سره مساوي دی چې په يوه اتوم کې پراته دي. يو اتوم د نيوټرون او اليکټرون مختلفه شميرې لري خو بيا هم د هماغه اتوم اصلي طبيعي خواص حفظ کوي. خو که يو اتوم يو پروټون واخلي او يا يې له لاسه ورکړي، اتومي شمير يې بدلون مومي او په يوه بشپړ نوي اتوم بدليږي چې نوي خواص لري.

 

اتومي وزن – د يوه اتوم اتومي وزن د اتوم د کتلې اندازه ښيي. اتومي وزن د پروټون او نيوټرون له جمع کولو ترلاسه کيږي. اتومي کتلې په دوراني جدول کې د بشپړو شميرو په بڼه نه دي ښودل شوي. ځکه چې اتومونه د نيوټرون بيلابيلې شميرې لري. هغه اتومي وزن چې د يوه ځانګړي عنصر لپاره ورکړل شوی دی د هماغه عنصر د پيژندل شويو بڼو منځنی وزن دی.

 

اليکټرون – اليکټرون د منفي چارج لرونکی بڅرکی دی چې د اتوم د هستې چاپيره مدارونو کې چورلي. اليکټرون د پروټون په څير چارج لرونکی بڅرکی دی خو چارجونه يې مخالف دي، د پروټون برخلاف د اليکټرون کتله دومره د ارزښت وړ نه ده. اليکټرون د يوه اتوم اتومي وزن ته د اتومي کتلې هيڅ واحدونه نه ورزياتوي.

 

آیون – آیون چارج شوي اتوم ته وايي. خنثی اتومونه د پروټون او اليکټرون مساوي شمير لري. خو څرنګه چې د دې دواړو بڅرکو چارج په کميت کې سره مساوي او د يو بل مخالف دی، نو اتوم خنثی او چارج يې صفر دی. که اتوم يو اليکټرون واخلي او يا يې له لاسه ورکړي، د مثبت او منفي چارج تر منځ توازن له منځه ځي. که اليکټرون زيات شي آیون ته منفي چارج ورکوي. او که اليکټرون کم شي آیون مثبت چارج اخلي.

 

ايزوتوب – د یوه اتوم ایزوتوب هغه اتمونه دي چې د پروټون او اليکټرون شمير يې مساوي خو د نيوټرون شمير یې توپير ولري. اتوم ته د نيوټرون زیاتيدل پر چارج اغيز نه کوي خو اتومي کتله اغيزمنه کوي. له دې کبله په دوراني جدول کې اتومي کتله د يوې بشپړې شميرې په توګه نه ده ښودل شوې. عناصر د بيلابيلو ايزوتوپونو د يوې ډلې په توګه موجود دي.

 

نيوټرون – نيوټرون يو خنثی بڅرکی دی چې د يوه اتوم په هسته کې موندل کيږي. يو نيوټرون هم لکه د پروټون په څير د يوه اتوم ټوليز اتومي وزن ته د اتومي کتلي يو واحد ورزیاتوي.

 

دوراني جدول – دوراني جدول د ټولو پيژندل شويو عناصرو يو چارټ دی چې د اتومي شميرو پر اساس ترتيب شوی دی. دا جدول د ورته ځانګړنو لرونکي عناصر ډلبندي کوي او موږ ته د دې فرصت برابروي چې د عناصرو د ټولو ليکو تر منځ توپير وپيژنو.

پروټون – پروټون هغه بڅرکی دی چې مثبت چارج لري او د اتوم په هسته کې موندل کيږي. يو پروټون د يوه اتوم ټوليز اتومي وزن ته د اتومي کتلي يو واحد ورزیاتوي.

د نور مطلب د لوست لپاره یوه زیرمه   work or PDF کښیکاږۍ.

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

docx

Please login to download this file.

About this resource

Resource Level

Subject Area

Languages Available

English

فارسی

پښتو

ازبیکی

منجی

نورستانی

سوجی

شغنانی

پشه یی

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.