×

د راغوڼدولو(کلیکسیون) پالیسي

د پالیسۍ موخه او وسعت

د دې سند اصلي موخه د یو معتبر ډیجیټل کتابتون په توګه د درخت دانش کتابتون د فعالیتونو لپاره اړینو اسنادو برابرول او د ټولو پروسو رسمي کول دي. دا سند ټولې هغه پالیسي ګانې تشرېح کوي، چې د درخت دانش په کتابتون کې د ښوونیزو توکو د تحصیل، ساتنې او مدیریت په اړوند ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

د کتابتون رسالت

درخت دانش کتابتون دا د ځان دنده بولي، چې په افغانستان کې لوړ کیفیت لرونکو ښوونیزو سرچینو ته د خلکو لاسرسی زیات کړي؛ ترڅو د ښوونې او روزنې داسې ملاتړ وشي، چې د هغه په پایله کې خلک پوهې او معلوماتو ته آزاد لاسرسی ولري. د دې لاسرسي زیاتېدل به د دوی ذکاوت، شخصي او مسلکي پرمختګ ته تحرک ورکړي. په ځانګړي ډول، د درخت دانش کتابتون کلیکسیونونه په ښوونیزو توکو ډېر تمرکز کوي؛ ترڅو ښوونکو ته دا زمینه برابره کړي، چې د افغانستان ماشومانو او ځوانانو ته د لوړې کچې ښوونه او روزنه ورکړي.

د کلیکسیونونو وسعت او تر پوښښ لاندې ټولنې

د درخت دانش کتابتون د ښوونیزو سرچینو د آزاد او مساوي لاسرسي د برابرولو لپاره ژمن ده. د درخت دانش کتابتون د آزادو ښوونیزو توکو په یوځای کولو باندې تمرکز کوي، همدارنګه کتابتون د ښوونې او روزنې په برخه کې د سرچینو د راټولولو لپاره ډېره هڅه کوي؛ ترڅو په یوویشتمه پېړۍ کې د زده کوونکو د اړتیا وړ مهارتونو او پوهې د اوچتولو لپاره لار هواره کړي. د کتابتون ټولګې د افغانستان د ښوونکو او زده کوونکو د ټولو ټولنو لپاره ډیزاین شوې دي؛ ترڅو د دوی غوښتنو ته په دې برخه کې ځواب ووايي، په دې کې لاندې برخې شاملې دي:

  • د لومړنیو زده کړو ښوونکي او زده کوونکي (له ۱ تر ۱۲ ټولګي پورې)؛
  • د ماشومانو د لومړنیو زده کړو ښوونکي؛
  • په تخنیکي، حرفه يي او د پوهنتون په کچه استادان او ښوونکي؛
  • د پاخه سن زده کوونکي او ليک لوست زده کوونکي؛  
  • هغه خلک چې په غیر رسمي چاپېریالونو کې زده کړه کوي، لکه موزیمونه، کتابتونونه او تخنیکي مرکزونه؛
  • او هر هغه څوک چې متجسس ماغزه ولري او غواړي په یوه ځانګړې موضوع کې خپله پوهه زیاته کړي.

کلیکسیون ته د لاسرسي امکانات

کتابتون ژمن دی چې د افغانستان په دوو رسمي ژبو دري/فارسي او پښتو کې خلکو ته سرچینې په واک کې ورکړي، له دې نه ورهاخوا خلک کولای شي په انګلېسي ژبه کې هم منابعو ته لاسرسی ولري؛ ترڅو د هر چا لپاره د ډېرو زده کړيیزو سرچینو لاسرسی په مساوي ډول زیات شي. موږ به همداراز هڅه وکړو؛ ترڅو د افغانستان په ځینو لږه کیو ژبو کې هم سرچینې د لاسرسي وړ وګرځوو. سرچینې به په بېلابېلو بڼو د لاسرسي وړ وي (لکه په چاپي بڼه، ډیجیټل بڼه، غږیز/لیدنیزه بڼه او نور). د سرچینو د لاسرسي بڼې به په اوسني وخت کې په افغانستان کې د انټرنټي او کمپیوټري خدماتو د چټک پرمختګ د ماهیت په رڼا کې چمتو شي.

 

د کلیکسيون ډولونه

په کتابتون کې سرچینې ښايي د لاندې ډولونو درلودونکې وي:

درسي مواد، چې په دې کې د ټولګي فعالیتونه، لابراتواري تجربې، تمثیلات، موډلونه، موردي مطالعې، درسي دورې، پېښې، تیارې لارښوونې، تعلیمي نصابونه، سیمه ییز علمي سفرونه، د پوښتنو ټولګې، د ښوونکو لارښودونه، درسي پلانونه، لوبې، سرګرموونکي توکي او پروژې شاملې دي.

غږیز/لیدنیز توکي، لکه انیمېشن، وېډیوګانې، نقشې، ګرافونه، انځورونه او رسمونه.

د ښوونې او روزنې د علم سرچینې، چې په دې کې د ښوونې تخنیکونه، د مسلکي پرمختګ پرلیکه کورسونه، د ښوونې او روزنې ارزونې، او موردي مطالعې شاملې دي.

د ارزونې مواد، لکه ازموینې، د ټولګي ازموینې، پوښتنپاڼې، ځاني ارزونې، د ځوابونو کیلي ګانې او دوسیې.

هغه ممد درسي مواد، چې د زده کړې او ښوونې د پروسې ملاتړ کوي، لکه په درس پورې تړلي مواد او همدارنګه د درس په محتویاتو پورې مرتبط د مسلکي ودې ښوونیز توکي.

د لومړنیو معلوماتو (ډاټا) ټولګې چې د زده کړې او ښوونې د پروسې ملاتړ کوي، لکه لیدنیز، حقایق، او عددي معلومات، له لیرې ځایه تر لاسه شوي معلومات، مقدمې او داسې نور معلومات.

 

د کتابتون اړتیاوې او لومړيتوبونه

د درخت دانش کتابتون ښايي د کلیکسیون د تیارولو او ښوونیزو توکو د راټولولو لپاره څو بېلابېلې کړنلارې تر لاس لاندې ونیسي، چې په هغو کې لاندې څو يې د یادولو وړ دي:

د سروې ګانو څخه ګټه اخیستنه او د درخت دانش له انټرنېټي سرورونو څخه د کاروونکو د استفادې له تحلیلونو څخه ګټه اخیستنه.

کتابتون ته د باکیفیته ښوونیزو کلیکسیونونو د راټولولو زیاتونه.

له هغو وجهي پروګرامونو او پروژو څخه د مالي تمویل غوښتنه کول، کوم چې د درخت دانش د رسالت او کار سره په یو نه یو ډول تړلي او یا ور څخه ملاتړ کوي.

د مضامینو، مخاطبینو، د تعلیم د کچې او د سرچینو د کټګوریو په بدلولو سره د کلیکسیون په اډانه کې بدلونونه راوستل.

د درخت دانش کتابتون به وخت ناوخت د کلیکسیون د جوړېدو د پرمختګ د هڅو ارزونه وکړي او کېدای شي د دې ارزونو په پایله کې او د اولویتونو د نویو ساحو په را برسېره کېدلو سره به خپل اولویتونه هم بدل کړي. د کلیکسیون اولویتونه او د سرچینو د انتخاب لارښوونې د درخت دانش د سرچینو لومړيتوبونه او د انتخاب معیارونو په پاڼه کې ځاي په ځاي شوي دې.

 

د سرچینو انتخاب او ارزونه

د کتابتون لپاره د سرچینو انتخاب او د اولویتونو ټاکل د درخت دانش د سرچینو لومړيتوبونه او د انتخاب معیارونه په سند کې موندل کېدلای شي. د سرچینو انتخاب د درخت دانش د رئیس له خوا نظارت کېږي، چې په دې کې د کتابتون د محتویاتو د کیفیت د تضمین اېډېټر، د کتابتون مشورتي بورډ، د کتابتون نور کارکوونکي او د ښوونې او روزنې آزاد شریکان هم کولای شي د سرچینو د ټاکلو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

د سرچینو د انتخاب لپاره لاندې معیارونه هم د اجراء وړ دي:

  • انتخاب شوي مواد باید په آزاد ډول د لاسرسي وړ او یا د آزاد جواز درلودونکي وي؛
  • باید په ښکاره ډول یو چا ته منسوب او دا تناسب یې هم په ښکاره ډول د تشخیص او نوټ کولو وړ وي؛
  • باید په دقیق ډول محلي ژبو ته ژباړل شوي وي (پښتو، دري/فارسي، انګلېسي او داسې نورې ژبې که موجود وو)؛
  • محتویات يې باید تازه، دقیق او د اطمینان وړ وي؛
  • ښوونیز توکي باید د ټولګي لپاره مناسب او مرتبط وي؛
  • په ښوونیزو موادو کې باید منحرف کوونکي اشتهارات موجود نه وي؛
  • د استادانو او زده کوونکو لپاره یې ګټه اخیستنه آسانه وي؛
  • د اصلي او په زړه پورې زده کړې لپاره برابر شوي وي؛
  • د بېلابېلو چوکاټونو او وسایلو په وسیله د لاسرسي وړ وي. دا مواد باید د ډانلوډ وړتیا ولري او په ډیجیټل او چاپي بڼه ور څخه ګټه اخیستنه آسانه وي؛
  • د درخت دانش کتابتون له ځانګړو پروژو څخه ملاتړ وکړي، لکه د کانکور د ازموینې چمتووالی او یا د ځانګړو موضوعي ټولګو له موخو سره توافق ولري، لکه د يک لوست زده کړې  لپاره ښوونه او روزنه.

 

د سرچینو تشرېحات

د درخت دانش په کتابتون کې سرچینې په ډېره ښه توګه تشرېح شوې دي او د دوی د بېبلیوګرافي (ماخذونه) سوانح د درخت دانش کتابتون د اپلیکېشن د معلوماتي کڅوړې له پېژندپاڼې سره پوره همغږي لري؛ ترڅو ډاډ حاصل شي چې:

  • د کتابتون په منځ کې د سرچینو پیدا کول نور هم آسانه شي؛
  • د کاروونکو لپاره د دوی د پلټنو مطابق نږدې پایلې راووزي؛
  • د کاروونکو لپاره د هرې منبع د عمدي مقصد او محتویاتو په اړه درک لګول آسانه شي؛
  • د ډیجیټل کتابتون په منځ کې د منابعو همغږي زیاته شي؛ ترڅو سرچینې په آسانۍ سره په آزاد ډول د کتابتون په منځ او له کتابتون څخه بهر شریکې شي.

د کیفیت د تضمین د کار جریان

کله چې د درخت دانش د کتابتون د کلیکسیون لپاره ځینې سرچینې ارزښتناکې وبلل شي؛ نو د انتخاب د معیارونو او د اولویتونو په پام کې نیولو سره، د درخت دانش دا پالیسي ګانې او اړوندې لارښوونې به د کیفیت د تضمین له یوې پروسې څخه تېرې شي. دا چاره، کتابتون ته د سرچینو له ور زیاتولو څخه مخکې تر سره کېږي؛ ترڅو د کتابتون اعتبار او اطمینان پیاوړی شي او له بلې خوا ډاډ حاصل شي؛ ترڅو د افغانستان ښوونکو او زده کوونکو ته د تر ټولو لوړې کچې ښوونیز توکي په اختیار کې ورکول کېږي.

 

د محتویاتو له منځه وړل

د درخت دانش په کتابتون کې به سرچینې تل تر نظر تېرېږي؛ ترڅو وکتل شي چې آیا دا سرچینې د درخت دانش کتابتون د کلیکسیون له پالیسي او د درخت دانش کتابتون د سرچینو لومړيتوبونو او د انتخاب له معیارونو سره همغږي لري او که نه؟ هغه سرچینې چې تاریخ تېرې دي، خرابې شوې او یا چې د کتابتون له پالیسي ګانو سره همغږي نه لري، ټولې به د کلیکسیون څخه د درخت دانش کتابتون د ټولګې د تصفیې لارښودونه سره سم د لیرې کولو برخې ته انتقال شي.

یادداښت: د دې سند اصلي موخه د یو معتبر ډیجیټل کتابتون په توګه د درخت دانش کتابتون د فعالیتونو لپاره اړینو اسنادو برابرول او د ټولو پروسو رسمي کول دي. دا سند ټولې هغه پالیسي ګانې تشرېح کوي، چې د درخت دانش په کتابتون کې د ښوونیزو توکو د تحصیل، ساتنې او مدیریت په اړوند ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

اړوند اسناد

د درخت دانش کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه

د درخت دانش کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ

د درخت دانش کتابتون د ټولګې د تصفیې لارښودونه

د درخت دانش کتابتون په اړه