افغانستان نه معیں څنګ اوش کوں منبع

فلتر
File 1
docx Please login to download this file.

لويي بريل

     
1895 views
0

 

لويي بريل

۴ جنوري، ۱۸۰۹ – ۶ جنوري، ۱۸۵۲

louis_braille_photo.png

لويي بريل د ړندو او هغو خلکو لپاره چې سترګې يې معيوبه وې د برجسته ټکو په مرسته د ليک او لوست سيسټم رامنځته کړ. د لامسې پر بنسټ ولاړ دا ميتود ځانګړو روزل شويو کاروونکو ته لار هواروي چې خپلې ګوتې له سطحې څخه پر راپورته شويو ټکو تيرې کړي او اړونده تورو او سيمبولونو ته يې تعبير کړي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ړانده خلک اوس هم د بريل له سيسټم څخه استفاده کوي. د بريل سيسټم اوس د زياترو ژبو تر څنګ رياضي، موسيقۍ او ان د کمپيوټر پروګرامونو لپاره هم چمتو شوی دی. لويي بريل چې په ۱۸۰۹ميلادي کال په فرانسه کې زيږيدلی وو پلار يې د کيزو او زين د جوړولو کاروبار کاوه. کله چې درې کلن شو د پلار په ورکشاب کې يې لوبې کولې چې ناڅاپي يې يوه تيره رينه په چپه سترګه کې ننوتله. تر څلور کلنۍ پورې له دې ټپه راپورته شوي انتان او اختلاطاتو هغه په دواړو سترګو ړوند کړ.

په دغه وخت کې د ړندو خلکو لپاره يوازې يو څو اسانتياوې موجودې وې. د ړندو خلکو په اړه ګمان دا وو چې د دوی معيوبيت فزيکي نه بلکې دماغي لامل لري. زياتره ړانده خلک اړ وو چې پر سوالګرۍ او چندې خپل ژوند تير کړي.

د لويي بريل پلار او ځايي مذهبي مشر ته معلومه وه چې بريل يو ځيرک ماشوم دی په دې هڅه کې شول چې د هغه لپاره د ليک لوست لاره برابره کړي. لويی بريل لومړی په لومړني ښوونځي کې داخله واخیسته او هڅه يې وکړه چې د ټولګي درسي مواد د اوريدلو له لارې جذب کړي.

په لس کلنۍ کې يې د يوه بورس په ګټلو د ړندو ځوانانو شاهي انستيتوت ته لاره پيدا کړه چې په نړيواله کچه په پاريس کې د ړندو لپاره جوړ شوی لومړنی تخصصي ښوونځي وو.

د ښوونځي شرایط ډیر سخت وو خو لويي بريل د زده کړې يو ټينګ عزم درلود. څرنګه چې ځيرکه زده کوونکی وو په ښه توګه يې په زده کړو کې پرمختګ روان وساته. د ښوونځي پر مهال يې د موسيقۍ په برخه کې د ارغنون وهل او د لوی ويولن غږول زده کړل. هغه د موسيقۍ دا دواړه آلې په ټوله فرانسه کې وغږولې.

خو د لويي بريل د تر ټولو لويې کارنامې راز په موسيقۍ کې پروت نه دی بلکې د خپل سيسټم اختراع ته هغو محدوديتونو وهڅاوه چې عموما پر ړندو خلکو تپل شوي وو او ده ته د منلو وړ نه وو. په هغه وخت کې د ړندو خلکو د ليک لوست لپاره هيڅ يو اغيزمن میتود نه وو جوړ شوی. پر برجسته ټکو ولاړ ټاکلي سيسټمونه کاريدل خو ډیر ستونزمن وو او زيات زیار ته يې اړتيا درلوده.

په ۱۸۲۱ ميلادي کال کې يو نظامي افسر چې چارلس باربير نوميده ښوونځي ته راغی او په شپه کې د ليکلو سيسټم يې شريک کړ. دا د برجسته ټکو يو سيسټم وو چې سرتیرو ته يې په تياره کې د پټو ارتباطاتو زمينه برابروله. که څه هم دا سيسټم خورا ستونزمن وو او ډیر زيار ته اړتيا درلوده خو لويي بريل ته يې الهام ورکړ. هغه بيا راتلونکي درې کاله د خپل ليک لوست د سيسټم لپاره ولګول چې په ۱۸۲۴ کال کې يې د ۱۵ کلونو په عمر بشپړ کړ.

د بريل ميتود د شپږو ټکو په بڼه جوړ دی. ټول ټکي بايد برجسته وي. د برجسته ټکو شکل د يوه ليکل شوي سيمبول استازيتوب کوي. لويي بريل دا سيسټم د رياضي او موسيقي علایمو ته هم وليږداوه. د بريل د سيسټم پرمختللي کاروونکي د اختصار د يوه پراخ سيسټم په کارولو سره چټک لوستل شوني کوي. که څوک د بریل سيسټم بشپړ کړي د يوه بينا لوستونکي هومره چټکتيا سره لوستل کولی شي.

بريل په ۱۷ کلنۍ کې له انستيتوت څخه فارغ او مرستيال ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹ کلنۍ کې يې د ښوونکي موقف ومانه. که څه هم خپل ميتود يې له زده کوونکو سره شریک کړی وو خو د ژوند پر مهال يې په ښوونځي کې د بنديز لاندې وو.

لويي بريل په ۱۸۵۲ ميلادي کال کې د توبرکلوز د ورپيښې ناروغۍ له کبله په ۴۳ کاله عمر ومړ. په هغه وخت کې دومره مشهور نه وو او نه د پاريس کوم يوې ورځپاڼې د هغه مړينه نشر کړې ده.

د بريل اختراع د هغه د مړينې وروسته سمدستي د ښوونځيو له خوا په نصاب کې داخله شوه. دوه کاله وروسته بيا په ۱۸۵۴ميلادي کال په ټوله فرانسه کې په رسمي توګه وپيژندل شوه. بالاخره د لويي بریل د شپږو برجسته ټکو جوړښت په نړيواله کچه ومنل شو. ړانده خلک نن هم د متن د لوستلو، په ديوالي او لاسي ساعتونو، ترما ميټر، د موسيقۍ په صفحو، کمپيوټرونو، ای ټي ايم ماشينونو او ان د برقي زينو پر بټنو هم د بريل سيسټم کاروي.

د لويي بريل د ۱۰۰م تلين پر مهال د هغه جسد د پاریس د وتلو اشخاصو هديرې ته وليږدول شو او د فرانسې د نورو اتلانو سره يو ځای خښ شو.

د لويي بريل په اړه پوښتنې

  1. لويي بريل لومړنی کس وو چې د ړندو لپاره يې له برجسته ټکو جوړ سيسټم رامنځته کړ.

الف. صحيح

ب. غلط

  1. هغه اصطلاح حلقه کړئ چې د لامسې ته نږدې معنی لري.

الف. ارزانه

ب. راوتلی

ج. تماس

د. حسي

  1. هغه اصطلاح حلقه کړئ چې برجسته ته نږدې معنی لري.

الف. حس شوی

ب. ګڼ

ج. لمس شوی

د. راوتلی

  1. د لويي پلار يو مشهور موسيقي غږونکی وو چې لوی ويولن او ارغنون يې غږاوه.

الف. صحیح

ب. غلط

  1. د لويي بريل پلار او ځايي مذهبي مشر ځانګړي ښوونځي ته د لويي بريل د ليږلو لپاره د کافي پيسو د ترلاسه کولو لپاره ډير زيار ويست

الف. صحيح

ب. غلط

  1. لويي بريل د ــــــــــــــــــــــ په ځانګړي ښوونځي کې داخله واخيسته.

الف. پاريس

ب. مارسي

ج. لندن

د. کواری

  1. لاندې کوم يو د لويي له خوا د بريل ميتود د اختراع په اړه صحيح دی:

الف. له شپاړلسمې کليزې وړاندې

ب. د درې اونيو په ترڅ کې

ج. ددې لپاره چې زياتې پيسې پیدا کړي

د. د دې لپاره چې د نورو کڼو لپاره د ژوند اسانتياوې رامنځته کړي.

 

  1. لويي بريل له مړينې وړاندې د خپلې اختراع په تړاؤ نړيوال شهرت درلود.

الف. صحيح

ب. غلط

  1. لويي بريل په لاندې ځای کې خښ دی

الف. د پيغ لا شيغ په هديره کې

ب. د ارلينګټن په ملي هديره کې

ج. ورسای کې

د. د پاريس د مشهورو شخصيتونو په هديره کې

د لاندې پوښتنو د ځواب لپاره بشپړې جملې وليکئ.

  1. ستاسې د خپل ژوند يوه داسې تجربه او يا حالات وليکئ چې د لويي بريل له هغې تجربې سره ورته والی ولري چې د شپيني ليک لوست له سيسټم څخه يې اخيستلی وو.
  2.  
  3.  
  4.  
  5.  

 

  1. د لامسې معنی لکه هغسې چې په دې مطلب کې کارول شوې ده ستاسې په فکر به څه وي؟
  2.  
  3.  
  4.  
  5.  

 

  1. ستاسې په فکر د بريل له خوا د ړندو لپاره د ليک لوست د ميتود رامنځته کولو پايله څه وه؟
  2.  
  3.  
  4.  
  5.  

 

  1. فکر وکړئ چې تاسې لويي بريل ياست چې هڅه کوئ خپل ښوونکی د دې ميتود کارولو ته رامات کړئ چې ښوونځي يې بند کړی دی. په داسې حالاتو کې به تاسې څه وکړئ، څرګنده يې کړئ.
  2.  
  3.  
  4.  
  5.  

 

  1. د لويي بريل په اړه د مطلب له لوستلو وروسته په تاسې کې څه بدلون راغلی دی؟ تاسې به له دې معلوماتو په راتلونکي کې څه استفاده وکړئ؟
  2.  
  3.  
  4.  
  5.  

 

د لويي په اړه د پوښتنو ځوابونه

  1. ب
  2. ج
  3. د
  4. ب
  5. ب
  6. الف
  7. الف
  8. الف
  9. ب
  10. د

لنډ ځوابونه

  1. [ښايي ځوابونه توپير ولري، يو منطقي ځواب ومنئ]
  2. [لامسه = د تماس له حس سره تړلې ده
  3. [ښايي ځوابونه توپير ولري، يو منطقي ځواب ومنئ]
  4. [ښايي ځوابونه توپير ولري، يو منطقي ځواب ومنئ]
  5. [ښايي ځوابونه توپير ولري، يو منطقي ځواب ومنئ]

 

 


About this resource
Available in the following languages
Subject area
تاریخ
Resource level
دويمنۍ
ګاش کوله

Darakht-e Danish

جواز/ دارنده حق چاپ

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)