افغانستان نه معیں څنګ اوش کوں منبع

فلتر
File 1
docx Please login to download this file.

ګاليله ګاليله

     
1570 views
0

ګاليله ګاليله

ګاليله د ۱۵۶۴ميلادي کال د فيبروري په مياشت کې زيږيدلی او د ۱۶۴۲ميلادي کال د جنوري په میاشت کې مړ شوی دی. د ايټاليا د پيزا ښار په يوې شریفې خو فقيرې کورنۍ کې زيږيدلی وو. يو ستر ساينسپوه، فزيکپوه، رياضي پوه او ستورپوه ګڼل شوی دی. د معاصر ساينس د پلار په توګه مشهور دی او په اړه يې ويل کيږي چې د تجربه يي ساينسي د ميتود مخکښ دی.

په کال ۱۵۸۱ميلادي کې ګاليله د طب د لوستلو لپاره د پيزا په پوهنتون کې داخله واخيسته. خو ويل کيږي چې د هندسې يوه درس ته د سطحي غوږنيونې وروسته يې پريکړه وکړه چې د طب پر ځای هندسه او رياضي ولولي.

په ۱۵۸۹ميلادي کال کې ګاليله د پيزا په پوهنتون کې د رياضي ښوونکی وټاکل شو. په همدې وخت کې وو چې ګاليله خپلې تجربې له پورته ځایه د شيانو د رالويدلو پر علت ترسره کړې. د هغه په وخت کې باور دا وو چې درانده شیان د سپکو شيانو په پرتله چټک رالويږي. يوه کیسه چې ښايي په حقيقت کې نه وي پيښه شوې خو مشهوره په دې ده چې ګاليله د توپونو یو لړ غونډاري چې بيلابيل وزنونه يې درلودل د پيزا د پوهنتون له ريونده برج څخه راغورځول چې وازمايي آیا رښتیا هم درانده شيان د سپکو شيانو په پرتله چټک لويږي. هغه بيا وموندله چې شيان که هر څومره وزن ولري په مساوي چټکتيا له پاسه رالويږي.

په ۱۵۹۲ميلادي کال کې د پادوا پوهنتون ته لاړ او هلته د ۱۶۱۰ميلادي کاله پورې د ریاضي پروفيسر وټاکل شو. په ۱۶۰۹ميلادي کال کې ګاليله د نوي اختراع شوي ټيليسکوب په اړه واوريدل. د دې روايتونو پر اساس هغه خپل ځان لپاره هم یو ټليسکوب جوړ کړ. د هغه له خوا جوړ شوي لومړني ټليسکوب ليدل شوي شیان درې ځله لوی ښکاره کول. لږ وروسته يې بيا يو بل تليسکوب جوړ کړ چې ليدل شوي شيان يې ۳۲ ځله لوی ښودل.

د دې ټليسکوب په مرسته ګاليله وکولی شول د ستورپوهنې په برخه کې ګڼې موندنې وکړي. ځينې مهمې موندنې يې په لاندې ډول دي:

  1. د دې پخلی چې د زهره ستوري مرحلې د سپوږمۍ مرحلو ته ورته دي.
  2. د دې مشاهده چې د مشتري ګردچاپيره څلور سپوږمۍ چورليږي. دا څلور سپوږمۍ ګانې د مشتري د سټلايټونو او يا د ګاليله د سپوږميو په نامه هم ياديږي.
  3. د لمر په سطحه کې د تور داغ مشاهده

په هغه وخت کې داسې عقيده وه چې ځمکه د ټول کائيناتو مرکز [Geocentric] دی او ټول اسماني اجسام او سيارې د ځمکې چاپيره چورلي. دا نظريه چې د ځمکې د مرکزيت په نامه مشهوره وه د یوناني ستورپوه بطليموس ته يې نسبت ورکول کیږي.

د ټليسکوب په مرسته د ګاليله مشاهدو هغه ته قناعت ورکړ چې د کپرنيکوس د مرکزي لمر [Heliocentric] تيوري سمه وه. هيليوسينټريک يا د مرکزي لمر نظريه په دې عقيده وه چې لمر د کائيناتو مرکز دی او د ځمکې په شمول ټولې سيارې د لمر چاپيره چورلي.

په ۱۶۱۳ميلادي کال کې ګاليله يو کتاب خپور کړ چې "د لمر پر داغونو څو کرښې" نوميده او په همدې کتاب کې یې وليکل چې د کپرنيکوس د نظريې ملاتړ کوي. رومان کاتوليک کليسا چې د مرکزي ځمکې پر نظريه معتقده وه، ګاليله يې د مرکزي لمر له نظریې څخه د ملاتړ له کبله په ستونزو کې اخته کړ. په ۱۶۱۶ميلادي کال کې له ګاليله ژمنه واخيستل شوه چې د مرکزي لمر نظريې له ملاتړ او ښوولو به لاس اخلي. خو په ۱۶۳۲ميلادي کال کې ګاليله يو کتاب ولیکه چې "د نړۍ پر دوه بنسټيزو سيسټمونو خبرې اترې" نوميده. په دې کتاب کې هغه د کپرنيکوس د نظريې د ملاتړ تر څنګ د دې نظريې ننګه هم کړې وه.

ګاليله د مرتدو شويو کسانو د پلټنې لپاره ټاکل شوې څانګې له خوا روم ته وغوښتل شو او د شکنجې د ګواښ لاندې يې هغه ته امر وکړ چې له خپلې نظريې په عام محضر کې انکار وکړي. په ۱۶۳۳ ميلادي کال کې هغه په عمري بند محکوم شو خو د عمر د زياتوالي له کبله اجازه ورکړل شوه چې په کور کې نظربند پاتې شي.

ګاليله د ۷۲ کلونو په عمر د سترګو ليد له لاسه ورکړ. هغه خپل وروستی اثر په ۱۶۳۶ميلادي کال کې خپور کړ چې "د دوه نويو ساينسونو په اړه څيړنې او د رياضي ثبوتونه" نوميده.  په دې کتاب کې له دوه نويو ساينسونو موخه د فلزاتو قوت او د اجسامو حرکت وو.

 


About this resource
Available in the following languages
Subject area
تاریخ
Resource level
دويمنۍ
ګاش کوله

Darakht-e Danish

جواز/ دارنده حق چاپ

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)