منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
File 1
pdf Please login to download this file.
File 2
doc Please login to download this file.

د کیميا د لابراتوار وسايل

     
1864 views
0

د کیميا د لابراتوار وسايل

download_lab_tools.jpg

بيکر ـ بیکر يو ښيښه يي لوښی دی چې هوار بيخ او د تويولو لپاره يوه کوچنۍ څوکه لري. دا وسيله په کيمياوي لابراتوار کې د مايعاتو د ګډولو،  تودولو او لړلو لپاره کارول کیږي.‌ بيکر په بیلابيلو اندازو کې جوړيږي او استوانې ته ورته بڼه لري.‌

د بونزن څراغ ـ بونزن څراغ يو فلزي ټیوب دی چې له میتان،‌ پروپان او يا بيوتان په څیر ګازونو څخه شغله تولیدوي.‌ دا آله په لابراتوار کې د تودوخې او تعقيم لپاره کارول کيږي. د بونزن څراغ د خپل جرمني مخترغ کيمياپوه رابرټ بونزن پسې نومول شوی دی.

کروسيبل (د ويلي کولو دیګ) ـ کروسيبل یو ډول لوښی دی چې په لوړ حرارت د موادو د تودوخې لپاره کارول کيږي.‌ دا دیګونه د يو لړ موادو لکه پورسيلان، نيکل او الومين نه جوړیږي.‌

د ارلين ماير فلاسک ـ دا يو ډول کیمیاوي نری غاړی بوتل دی چې مخروطي شکل لري او غاړه يې استوانه يي او بيخ يې هوار دی. معمولا يې په يوه څنګ کې درجې ليکل شوي وي.‌ بیکر ته ورته دی خو مخروطي تنه لري. مخروطي شکل د تبخیر له لارې د مایعاتو له ضياع څخه مخنیوی کوي او د مایعاتو د لړلو پر مهال له تویدلو مخنیوی کوي.‌

قيف ـ قيف يو ډول پايپ دی چې پراخه خوله لري او له ضایعاتو پرته يوه لوښي ته د مایعاتو د اچولو په برخه کې مرسته کوي.‌ په يوه کيمياوي‌ لابراتوار کې قيف زياتره وخت له يوه فلتر سره يو ځای کارول کیږي چې محلولونه سره بیل کړي.‌

دستکشې ـ د لابراتواري دستکشو په لاس کول خورا مهم دي چې خپل پوستکی له کیمياوي موادو څخه وژغورئ. تل خپل ښوونکي ته غوږ کیږدئ او پام مو‌ وي چې د کيمياوي تجربو پر مهال دستکشې په لاس کړئ.

Text Box: دستکشی

عينکې ـ د هر ډول تجربو د ترسره کولو پر مهال مهمې دي.‌ دوی د خطرناکو کيمياوي او نورو موادو له تخریب څخه سترګې ژغوري.‌ په لابراتوار کې تل عينکې په سترګو کړئ!

مدرجه استوانه ـ يوه اوږده نرۍ استوانه ده چې د حجم د اندازه ګيري لپاره کارول کیږي. د يو بیکر او فلاسک په پرتله دا د حجم د اندازه ګیري لپاره خورا دقیقه وسيله ده.

اونګ او مولی ـ اونګ او مولی د جامدو موادو د میده کولو او پر پوډر بدلولو لپاره پکاريږي. اونګ د لوښي او مولی د کوچنۍ ډنډې شکل لري.‌ دا دواړه معمولا له سرامیک او ډبرو څخه جوړيږي.‌

پيپيټ ـ يو نری ښيښه  يي ټیوب دی چې له يوه ځای څخه بل ځای ته د مایعاتو د انتقال لپاره کارول کیږي.‌ پيپيټ ځينې وخت د اندازه ګیري لپاره هم کارول کیږي.‌ د دقت له پلوه بيلابيل پيپيټونه سره لوی توپیر لري.‌

سکوپولا ـ سکوپولا بمبو ته ورته سامان دی چې په يوه کيمیاوي لابراتوار کې د جامدو موادو لکه د پوډر په څمڅۍ کولو کې کارول کیږي.‌

لړونی ـ یو کلک نری ښيښه يي ميله ده چې په کیمياوي لابراتوار کې د کیمیاوي موادو او مایعاتو د ګډولو لپاره کارول کیږي.‌ يو لړونی معمولا د يوې اوږدې نیچې هومره اوږدوالی لري او څنډې يې ګول دي.

ټیسټ ټیوب (د ازموينې ټيوب) ـ د ازموينې ټیوب يو ښيښه يي او يا پلاسټيکي ټيوب دی چې په لږ مقدار مایعو کيمياوي موادو د ساتلو، ګډوډولو او ګرمولو لپاره کارول کیږي. د ازموینې ټيوب زياتره وخت پراخه خوله لري چې ټیوب ته د تویولو عمل اسانه کړي. دا ټيوبونه په بيلابيلو اندازو کې تولیديږي.‌

د ازموينې د ټيوب نیونکی ـ دا يوه پایه ده چې د ازموينې د څو ټيوبونو د نیولو لپاره کارول کیږي.‌

د ازموینې د ټيوب برس ـ دا یو برس دی چې د ازموينې د ټيوب د پاکولو لپاره کارول کیږي.‌

د ازموینې د ټيوب ګیرا ـ دا اله په يوه کیمیاوي تجربه کې د کیمیاوي موادو د تودولو پر مهال د ازموينې د ټيوبونو د سره يو ځای نیول لپاره کارول کیږي.

ترما میټر ـ هغه آله ده چې د مادې د تودوخې د درجې د اندازه ګیري لپاره کارول کیږي.

مثلث ـ مثلث له خاورینو پيپونو او وایر څخه جوړ شوی دی چې لوړ حرارت پر وړاندې مقاومت لري.‌ زياتره وخت د کروسيبل د نیولو لپاره کارول کیږي.‌

سیمي ګاس ـ سيمي ګاس د تودولو پر مهال د بیکر او يا فلاسک د ملاتړ لپاره کارول کیږي. سیمي ګاس په مساوي توګه د تودوخې په تقسيمولو کې مرسته کوي.

 


About this resource
Available in the following languages
Subject area
Resource level
ناشر

Darakht-e Danish

جواز/ دارنده حق چاپ

Resource Main Image

Similar resources


0 Comment(s)