منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
File 1
pdf Please login to download this file.

د فیل او طوطی کیسه

     
814 views
0

د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له‌پاره د دې په زړه پورې کيسې مرکزي کرکټرونه وړوکې فيله، طوطي او بيزو دي. د کيسې صحنې يو له بل سره ټينګ تړاو لري او د تلوسې او تړونکو هنګرونو پر مټ يې نه شلېدونکی پلاټ او جوړښت خپل کړی دی. د کيسې ژبه او محتوايي ادبیات د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له سويې سره برابر او پيغامونه په اسانۍ د هغوی له‌پاره د هضم وړ دي. په کيسه کې د زېړې زرغونې ساينسي تجربه راغلې ده چې زده‌کوونکي د دا ډول نورو ساينسي تجربو ترسره کولو ته هڅوي.

په کيسه کې د کرکټرونو يو ډېر ښه امتزاج تر سترګو کېږي. د نوښت په موخه هڅه شوې چې په ځینو صحنو کې د څارويو او انساني کرکټرونو ترمنځ ډيالوګ تبادله شي او په دې ډول کيسه کومېډيکه شي. دا کيسه د سالمو او ګټورو لوبو له‌پاره ځينې پيغامونه لري چې د کيسې د کرکټرونو ترمنځ د سرکس له لارې ځينې لوبې معرفي شوې دي او په دې سربېره له کم عمره څارويو سره د هغو پوښتنو د ځواب موندنې هڅه شوې چې لويان يې له ځواب ويلو ډېر ځله ځان چپوي

کيسه په يوه مثبت پيغام سره پای ته رسېدلې ده. د کيسې مرکزي کرکټر (وړوکې فيلې) د سرکس په ميدان کې د زېړې زرغونې جوړولو يوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړې ده


About this resource
Available in the following languages
Resource level
هره کچه
Resource type

کتاب

نویسنده

اسماعیل څپه

ناشر

ACKU

جواز/ دارنده حق چاپ

CC BY / CC BY-SA

0 Comment(s)